1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه په افغانستان کې خپل سرتیري لټوي

۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16QcL

روسیې له افغان دولت او د دې هیواد له خکلو څخه غوښتي دي چې د هغو ۲۰۰ روسي سرتیرو په اړه خپل معلومات له دې هیواد سره شریک کړي چې په افغانستان کې روسي ځواکونو د شتون ‎پر مهال لادرکه شوي دي.

ویل کیږي چې د دغو ۲۰۰ سرتیرو له ډلې څخه له ۳۰ تر ۴۰ تنه ئې اوس هم ژوندي دي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر د دوشنبې په ورځ وویل چې دواړه هیوادونه اوس په یوه داسې تړون کار کوي چې له مخې د دغو سرتیرو د پیدا کولو چارې تنظیم شي.

هغه زیاته کړې ده چې ښايي ځینو هغو سیمو ته چې باور کیږي ځینې دغه سرتیري په کې ښخ شوي وي تگ د امنیتي اندیښنو له کبله یو څه ستونزمن کار وي.