1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه خپلې وروستۍ کیمیاوي وسلې له منځه وړي

۱۳۹۶ مهر ۶, پنجشنبه

روسیې اعلان وکړ چې په روانه اوونۍ کې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې له منځه وړي. ولادیمیر پوتین، پر امریکا متحدو ایالاتو غږ کړی چې د روسیې دغه اقدام تعقیب کړي. د کیمیاوي وسلو د منعه کولو سازمان د روسیې دغه کار ستایلی دی.

https://p.dw.com/p/2kqaV
UNO verlängert Untersuchung zu Chemiewaffeneinsatz in Syrien
انځور: Getty Images/N. Treblin

روسیې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ خپلې پاتې کیمیاوي وسلې به نابودې کړي. د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین، په زرهاو ټنه کیمیاوي مواد یاد کړل چې له ټاکل شوې نیټې درې کاله مخکې له منځه وړل کیږي.

پوتین دغه اقدام د خپل هیواد یوه تاریخي حادثه وبلله. د کیمیاوي وسلو د منع سازمان یا OPCW هم دغه کار ډیر مهم بللی دی. د دې سازمان مشر احمد اوزومچي، په خوښۍ سره د روسیې ستاینه وکړه.

پر امریکا متحدو ایالاتو نیوکه

پوتین د دغو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو خبر د اعلان پرمهال پر امریکا متحدو ایالاتو هم نیوکه وکړه هغه وویل چې له خواشینۍ سره امریکا د خپلو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو له پاره ټاکل شوې برنامې پر وخت نه اجرأ کوي.

هغه وویل چې د امریکا د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو برنامې درې واري د مالې ستونزو له کبله شا ته لویدلي دي. پوتین پر واشګټن باندي غږ وکړ چې د روسیې اقدامات خپل سرمشق وګرځوي او خپلې کیمیاوي وسلې له منځه یوسي.

کیمیاوي وسلې وروستي ځل په سوریه کې د بشارلاسد رژیم له خوا د خپلو مخالفینو د ځپلو له پاره وکارولې شوې. د سوریې حکومت تر دې کار وروسته له سختو نړیوالو نیوکو سره مخامخ شو.

د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر توافق

روسیې او امریکا متحدو ایالاتو موافقه کړې ده چې خپلې پاتې کیمیاوي وسلې چې د سړې جګړې دوران پورې تړلې دي، له منځه یوسي. د کیمیاوي وسلو د منع سازمان په حواله روسیه باید دغه کار تر ۲۰۲۰ کاله او امریکا یې باید تر ۲۰۳۰ کاله پورې وکړي.

د کیمیاوي وسلولو د منع کولو نړیوال کنوانسیون په ۱۹۹۳م کال کې د کیمیاوي وسلو کارونه منع کړه. پریکړه وشوه چې د دې کنوانسیون پریکړې له ۱۹۹۷م کاله عملي شي. د دې پریکړې له مخې د کیمیاوي وسلو لرل، جوړول او نورو هیوادونو ته د هغوی ورکول ممنوع دي.

د کیمیاوي وسلو د منع سازمان د دغه کوانسیون د پریکړو پر عملي کیدو باندې څارنه کوي. دې سازمان په ۲۰۱۳م کال کې د نوبل د سولې جایزه هم ترلاسه کړه.