1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په افغانستان کي د ناټو پر پراخ فعاليت حساب کوي

۱۳۸۹ آذر ۲۸, یکشنبه

د روسيې د امنيت شورا پخوانی مرستيال اندري ککوشين وايي چي د ناټو غړي هيوادونه چي په افغانستان کي پوځي ماموريت لري بايد د افراطي اسلام د پراخېدو او نشه يي موادو د تولید مخنيوی وکړي.

https://p.dw.com/p/QfuC
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروفانځور: AP

نوموړي په مسکو کي خبريالانو ته ويلي دي چي په افغانستان کي پراخ فعاليت ته اړتيا سته:

« روسيه چي په افغانستان کي د هغو هيوادونو سره چي پوځي ماموريت تر سره کوي د همکاريو د پراختيا په برخه کي کارکوي، دا حق لري چي دا ويي چي په افغانستان کي بايد د افراطيت او نشه يي موادو سره مبارزه گړندۍ سي.»

هغه ويلي دي چي په افغانستان کي د روسيې او ناټو گډي همکارۍ عملي بڼه لري او په منځنۍ اسيا کي د حالاتو د ښه کيدو لپاره هم روسيه او هم زموږ متحدین په افغانستان کي د ثبات راتلو د پاره دلچسپي لري.

د انتر فکس آژانس په خبره په افغانستان کي د روانو حالاتو په اړه ډيري ژوري انديښنې موجودي دي او ډيري جدي ستونزي په مخکي پرتې دي.

د ککوشين په خبره « تر اوسه پوري د ناټو ځواکونو هلته د نشه يي موادو په وړاندي هيڅ غبرگون ندی ښودلی».

هغه ټنگار کړی چي :« پدې بايد زموږ متحدين پوه وي او خاص احترام ورته ولري چي منځنۍ ايسا د روسيې دپاره ځانگړی ستراتيژي ارزښت او روسيه خپلي ديلچسپۍ هلته لري.»

د روسيې د امنيت شورا پخواني مرستيال اندري ککوشين زياته کړه چي د ناټو غړي هيوادونه چي د افغانستان د ستونزو په برخه کي د روسيې سره يو ځای همکاره دي د داسي سازمان لکه، د مشترک المنافع هيوادونو په چوکاټ کي چي د يوځايي امنیت د ساتلو په نامه جوړ سوی پر موجوديت حساب وکړي.

په دې کي روسيه د قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان سره د امنیت په برخه کي همکاره دي.

د هغه په خبره په سيمه کي بايد دداسي سازمان پر موجوديت هم حساب وسي لکه د شانگهای د همکاريو سازمان چي روسيه په هغه کي مخکښ رول لوبوي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی