1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: ناټو د افغانستان د نشه يي موادو په نيولو کي مرسته نه کوي

۱۳۹۰ فروردین ۷, یکشنبه

روسيه وايي د امريکا د متحده ايالاتو دپاره د افغانستان نشه يي مواد مخامخ خطر نه جوړوي، او اروپايان بيا په دې لاره کي د مبارزې دپاره د روسيې ملاتړ نه کوي.

https://p.dw.com/p/RD4i
کريملين
کريملينانځور: Maksim Nelioubin

د افغانستان د پاره د روسيې د جمهورريس ديميتري ميدويف ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي چي، د افغانستان څخه د قاچاق کيدونکو نشه يي موادو په وړاندي مبارزه ډيره کمزورې ده.

« موږ هر وخت د نشه يي موادو د نيولو لپاره، د ګډ امنيت د تړون شورا تر قوماندې لاندي د ( کانال) په نامه عمليات کړي، چي لاسته راوړني هم لري. خو د نيولو اندازه يې ډيره لږده.»

هغه د انترفکس خبري اژانس سره په مرکه کي وويل:« په زياته اندازه نشه يي مواد روسيې ته غيري قانوني صادريږي، او زموږ د خاوري څخه د ډيره وخته راهيسي نه يوازي د ترانزيت کار اخستل کيږي، بلکي موږ يې خپله استعمالونکي هم يو.»

کابلوف وويل چي:« دا زموږ ملي امنيت ته انفجار ورکوي، او زموږ خلک را وژني، ددې ناوړه موادو څخه د وژل سوو کسانو شمېر هيبتناک دی.»

ضمير کابلوف وويل چي تر اوسه هم د ناټو ملګري د (کانال) په نامه عملياتو کي زموږ سره د ونډه اخستلو څخه ډه ډه کوي.

« که ريشتيا ووايو اوس په دې لاره کي کوم حرکت نسته، يو تعداد هيوادونه په مستقل ډول خپل استازي ددې لپاره را ليږي چي وګوري موږ څه کوو. خو په دې عملياتو کي د برخي اخستو دپاره تر اوسه چا ځيګر ندی ټکولی.»

د افغانستان د پاره د روسیې د جمهورريس ځانګړي استازي ضمير کابلوف وويل چي: « په دې لاره کي فهم ډول ډول ښکاري. د امريکا د متحده ايالاتو دپاره د افغانستان نشه يي مواد مخامخ ګواښ نه دی.»

« د امریکا دپاره نه يوازي د کلومبيا کوکاين بس دي، بلکي هلته ترکيبي هيروين هم ډير دي.»

هغه وايي اروپايان بيا په بل خوب کي ويده دي.

« اروپايان بيا تر ډيره ځايه پر موږ باندي حساب کوي، چي موږ به د خپلو دلچسپيو په خاطر ددغه موادو لپاره ټولي لاري تړو. خو دوی ته هيروين د نورو لارو څخه هم ور رسيږي. د شمال تر لاري پرته چي روسيې ته د مرکزي اسيا څخه ورځي، نوري دوې لاري هم سته. د غرب څخه د ايران له لاري او د شرق څخه د پاکستان.»

د افغانستان د پاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په دې مرکه کي دا هم ويلي دي چي که افغانستان د شانګهای د همکاريو په سازمان کي د غړيتوب غوښتنه وکړي نو روسيه به يې ملاتړ وکړي.

هغه ويلي چي ددې سازمان په غونډه کي په وروستيو کلونو کي افغان ولسمشر حامد کرزي هر کال د يو رابلل سوي مېلمه په حيث برخه اخستې.

هغه د انترفکس خبري اژانس سره په مرکه کي وويل: « موږ به افغانستان ته ښه راغلی ويلی وايي که هغه په لومړي سرکي، لکه څنګه چي اصول دي، د څارونکي به صفت وايي او وروسته يې ددغه سازمان غريتوب ترلاسه کړی وای.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل