1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه د اسد رژيم ته توغندی ورکوي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبه

روسيې سوريې ته د الوتکو ضد پر مختللو توغنديو د ورکولو له پريکړي څخه دفاع کړې ده. دا په داسي حال کي ده چي اروپايي ټولني د دوشنبې په ورځ سوريې ته د وسلو لېږلو بنديز تمد يد نه کړ.

https://p.dw.com/p/18gIC
ARCHIV - Russisches Flugabwehrsystem vom Typ S-300 (Archivfoto vom 06.06.2011). Israel hat die USA nach US-Medienberichten vor russischen Raketenlieferungen an Syrien noch in diesem Jahr gewarnt. Demnach will Moskau dem Regime von Präsident Baschar al-Assad mehrere Abwehrsysteme vom Typ S-300 zur Verfügung stellen, die Kampfjets und Raketen vernichten können. Foto: Igor Zarembo +++(c) dpa - Bildfunk+++ pixel
Russisches Flugabwehrsystem vom Typ S-300انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرگي ريبکوف د سه شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کي ويلي دي چي په۳۰۰S- ډوله توغندیو باندي د اسد رژیم سمبالول کیدای شي په مستقیمه توگه په سوريه کې د لویدیځو هیوادونو د مداخلې مخه و نيوله شي.

ریبکوف وویل: «موږ په دې نظر یو چې دغه اقدامات د سوریې په شخړه کې د یوه ثبات راوړونکي فکتور په توگه نقش لوبولای شي. دغه شان اقدامات د یو شمیر کسانو د داسې اقداماتو مخه هم نیولای شيٍ چې په نتيجه کې یې د سوریې کړکیچ ته یو نړیواله بڼه ورکول کیدای شي.»

اروپايي ټولنه د سوریې پر پاڅونکوونکو باندې د وسلو بندیزونه له منځه یوړل

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا خبره تاييد نه کړه چې آیا دغه وسلي وختي یاغیانو ته رسیدلي دي او که نه؟ خو هغه ټینگار وکړ، چې مسکو به دمشق ته د دغه شان وسلو د رسولو بهیر ونه دروي.

۳۰۰S- ډوله توغندي تر۲۰۰ کیلومترو پوري هدف په نخښه کولای شي او د دې وړتيا لري چې په یوه وخت کې څو الوتکې او توغندي په نخښه کړي.

ریبکوف وویل: «موږ هغه اندیښنې او زیگنالونه چې د بېلابېلو هیوادونو له پلازمینو څخه موږ ته رسیږي، درک کړي دي. خو موږ په خپل موقف کي د بدلون راوستلو له پاره هیڅ دلیل نه لرو.»

د رواني میاشتې په پیل کې متحده ایالاتو پر مسکو باندي تور ولگاوه چې دمشق ته د کښتيو ضد توغندي ورکوي.

د اسرائیلو غبرگون

د اسرائیلو د دفاع وزیر موشي یالون، د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هغوی د معلوماتو له مخې لا تر اوسه پوري د سوریې رژیم ته۳۰۰S- ډوله توغندیو د لېږلو بهیر نه دی پیل شوی. خو هغه ټینگار وکړ چې اسرائیل به دمشق ته د دغه شان توغندیو رسیدلو ته د خپل ملي امنیت پر وړاندي د یوه بالقوه گواښ په سترگه وگوري.

هغه وویل: «زه هیله لرم چې دغه توغندي به دمشق ته وا نه ستول شي. که خدای مه کړه دغه توغندي سوریې ته ورسیږي، نو موږ پوهیږي چې بیا څه وکړو.»

د می میاشتې په پیل کې اسرائیلو په سوريه کې پر دوو هدفونو باندي بمبار وکړ، چي په خبره يې حزب الله ته د ایراني توغندیو د رسیدو مخه ونیسي.

روسیې د اروپايي ټولنې پر پریکړي نیوکه وکړه

له بلې خوا روسیې د اروپايي ټولني پر هغي پریکړي باندې چې له مخي ئې پر سوریې باندې د وسلو بندیز له منځه ولاړ، نیوکه کړې ده. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستان وویل: «اروپايي ټولنه د سوریې د جگړې اور لا پسې تازه کوي.»

د سوریې رژیم هم ویلي دي چې اروپايي ټولنه «ترهگرو ته د وسلو په ورکولو سره» هغوی تشویقوي او په دې ترتیب سره له نړیوالو قوانیونو څخه سرغړونه کوي.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ اروپايي ټولنې پر سوریې باندي د وسلو بندیزونه له منځه یوړل او په دې ترتیب سره یې د سوریې مخالفینو ته د وسلو د ورکولو له پاره لاره اواره کړه. فرانسه او انگلستان د سوریې مخالفینو ته د وسولو پر ورکولو باندې ټینگار کوي.