1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه او ايران د افغانستان له نشه يي موادو سره گډه مبارزه کوي

انترفکس/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې چارواکي، په افغانستان کي پر ناټو تړون باندي نيوکه کوي چي له نشه يي موادو سره مبارزې ته ئې پام کړی نه دی. اوس ئې په دې برخه کي له ايرانه مرسته غوښتې.

https://p.dw.com/p/1E1oE
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې رئيس ويکتور ايوانوف، ويلي دي چي ايران او روسيه تلاښ کوي، څو په افغانستان کي له توليد سوو هيروئينو سره مبارزه وکړي.

دغي ادارې ويلي دي چي ناټو په تيرو ۱۳ کلونو کي په افغانستان کي له دغو موادو سره مبارزې ته پاملرنه کړې نه ده.

هغه ويلي دي: «دا طبيعی خبره ده چي دا د ناټو هدف نه دی، که څه هم چي د افغانستان له هيروئينو څخه د اروپايي هيوادونو عام وگړي اندېښنه لري.»

ايوانوف ويلي دي، چي په زياته پيمانه د نشه يي موادو توليد د جغرافيايي سياست په موخه استعماليږي.

هغه ويلي دي چي په افغانستان کي د نشه يي موادو توليد د سيمي د امنيت په تاوان تماميږي.

ايوانوف د ايران د کورنيو چارو له وزير عبدالرضا رحماني، سره په مسکو کي داسي تړون لاسلیک کړی دی، چي له مخي به ئې له نشه يي موادو او قاچاق سره د مبارزې په برخه کي اطلاعات تبادله کيږي. او دغه راز به په دې برخه کي گډ عمليات ترسره کوي.

ايوانوف په افغانستان کي پر نړيوالو ځواکونو باندي نيوکه وکړه، چي گويا له نشه يي موادو سره مبارزې ته ئې پاملرنه کړې نه ده.

د روسيې د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي له ۸ ميليونو معتادانو څخه ۱،۵ ميليونه ئې په افغاني هيروئينو اخته دي.

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې د پخوانيو معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي هر کال له نشه يي موادو څخه له ۵۰ تر ۷۰ زرو کسانو پوري مري.