1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه او امريکا جاسوسان سره تبادله کوي

۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبه

څو ورځي د مخه داسي خبرونه خپاره سول چي د امريکا د متحده ايالاتو استخباراتي شبکې په هغه هيواد کي يوه تورنه روسۍ جاسوسه شبکه کشف کړې ده.

https://p.dw.com/p/ODrT
فزيک پوه ايگور سوتياگين په 1999 کال کي په دې تور ونيول سو چي د امریکا د استخباراتو د لاري يې برتانيې ته پوځي اسرار رسولي دي.
فزيک پوه ايگور سوتياگين په 1999 کال کي په دې تور ونيول سو چي د امریکا د استخباراتو د لاري يې برتانيې ته پوځي اسرار رسولي دي.انځور: AP

د انترفکس د آژانس په يوه بېړني خبر کي وويل سول چي روسيه د مخبرانو يوه فوقالعاده تبادله پلانوي.

دبشري حقونوپيژندل سوې مدافع وکيله انه سويچکايا چي د اټومي څېړونکي ايګور سوتياګين وکالت هم کوی وايي چي سوتياگن وړمه ورځ ناببره د سزا د ځای ارخانګيلسک څخه يو نا معلوم ځای ته يو وړل سو.

د هغې په خبره وروسته بيا ما دا معلومه کړه چي هغه د مسکو يوه زندان ته لېږدول سوی دی.

وکیله وايي چي زه د چهار شنبې په ورځ پوه سم چي هلته د امريکا او روسيې تر منځ خبره پر يو څه باندی ده. د هغې په خبره په زندان کي ده ته ويل سوي ول چي موږ غواړو تا د هغه چا سره بدل کړو چي،په امريکا کي ورباندي د جاسوسۍ تور دی، ځکه سبا هغه مهلت ختميږي.

سويچکايا وايي داسي ښکاري چي، پريکړه په لوړه کچه وسوه. د امريکاد متحده ايالاتو څخه 11 کسان، په روسيه کي د هغو 11 کسانو سره بدل سول چي ويل کيږي د امريکاد متحده ايالاتو ته په زړه پوري والی لري.

سويچکايا وويل، د تبادلې دپاره شرط، په ليکلی توګه اقرار وو،سوتياګين تر اوسه دا ردوله چي جاسوسي يا مخبري يې کړې وي.

دغه فزيک پوه په 1999 کال کي په دې تور ونيول سو چي د امریکا د استخباراتو د لاري يې برتانيې ته پوځي اسرار رسولي دي.

د روسۍ راډیو ايخه مسکوه د څرګندونو له مخه،په ليست کي دغه راز د روسيې د بهرنۍ استخباراتي ادارې د پخواني مشر سرګي سکريپال نوم هم شامل دی.

دﺉ هم پوځي اسرارو ته د خيانت په جرم په 13 کاله حبس محکوم سوئ وو.

دا چي ددې ترټولو تر شا په رښتيا څه دي، نو د سړې جګړې د وخت په شان به په تياره کي پاته نه سي.

Nagel, Christina/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل