1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: افغانستان د مځکي نو دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

د روسيې د لومړي وزير مرستيال وايي چي باور نه لري چي د امریکا متحده ايالات دي له افغانستان څخه خپل ځواکونه و باسي. د هغه په خبره افغانستان د مځکي نو دئ او ډير هيوادونه هلته دلچسپۍ لري.

https://p.dw.com/p/142B8
انځور: picture alliance/ZB

ديميتر روگوزين د نوواسيبيرسک په دولتي پوهنتون کي د وينا پر مهال وويل چي هر هغه څو ک چي پر افغانستان باندي کنترول ولري په حقيقت کي د نړۍ پر سترو قدرتونو باندي کنترول لري.

«ددې سره سره چي امريکا له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو اعلان کړی دئ زه فکر نه کوم چي متحده ايالات دي خپل ځواکونه له دغه هيواد څخه و باسي.»

هغه زياته کړه چي روسيه، چين، هندوستان او پاکستان په افغانستان کي دلچسپۍ لري او«افغانستان د مځکي نو دئ. دا هغه هيواد دئ چي د نړۍ ستر هيواد لکه چين، روسيه، پاکستان، هندوستان او ايران خپلي دلچسپۍ لري».

هغه وويل چي په تيرو کلونو کي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو خپل هدف په وارو وار بدل کړی دئ.«د سپتمبر د ۱۱ د تروريستانو له لټون څخه نیولې بيا تر القاعدې او طالبانو پوري هدفونه تاوبالا کېده.»

په دې اړه روگوزين وويل چي د هغه چا په ډله کي چي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱ ئې پر نيويارک او واشنگټن بريدونه وکړه نه يو تن افغان وو او نه هم يو طالب.

د روسيې د لومړي وزير مرستيال ديميتري روگوزين دغه راز زيات کړې ده چي طالبان د افغانستان کورنۍ موضوع ده نه بهرنۍ.

«د افغانستان کورنۍ موضوع هيڅکله دباندي نه وزي. او هيڅ وخت به هم دباندي پر نورو باندي تاثير وکړي دا ددوی خپله کورنۍ موضوع ده.»

روسيې څه موده واړي د امريکا له متحده ايالاتو څخه وغوښتل چي په افغانستان کي دي د خپل پوځي ماموريت د دوام او نه دوام ستراتيژي روښانه کړي.

تيره اونۍ د امريکا د متحده ايالاتو يوه لوړ پوړي پوځي چارواکي وويل چي هيواد ئې په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هلته خپل ځانگړي ځواکونه پريږدي.

اوباما اعلان کړی دئ چي په پلان کي لري د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه خپل ټول سرتيري وباسي.

خو کارپوهان په دې نظر دي چي امریکا به په هيڅ بيه افغانستان پرې نږدي او تر ډيره وخته به په سيمه کي خپل پوځي حضور وساتي.

انتر فکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض