روزگان ولایت کې ځانمرگي برید درې تنه وژلي دي
۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبهاعلان
په روزگان ولایت کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې درې تنه ملکي وگړي وژل شوي او نور شپږ تنه ټپیان شوي دي. دغه خبر ځایي افغان چارواکو ورکړی دی. د اروزگان د والي ویاند عبدالله همت، د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پیښه د شنبې په ورځ د دهراود، په ولسوالۍ کې د پولیسو یوه مرکز ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. د ارزگان ولایت د امنیې قوماندان معاون فرید عیال، ویلي دي چې داسې ښکاري چې د پولیسو د مرکز عمومي دروازې ته د رسیدو تر مخه د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر چول شوي وي.