1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني: د پاکستان سره اقتصادي همکاري زياتول غواړو

۱۳۹۵ فروردین ۷, شنبه

پاکستان او ایران د خپل منځي اقتصادي اړیکو پر پراخولو او د تجارت د ودې په موخه د خپلو دوه نورو سرحدونو پر خلاصولو سلا شوي دي. دغه پریکړه پاکستان ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د یوه مهم او لومړي رسمي سفر پر وخت ترسره شوه.

https://p.dw.com/p/1IKEH
انځور: picture-alliance/AP Photo

په اسلام آباد کې د جارې شوې یوې اعلامیې په حواله د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د پاکستان په دوه ورځني سفر بوخت دی، د لومړي وزیر نواز شریف سره ولیدل او د پر دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې وکړې.

د حکومت له خوا په جاري شوې اعلامیه کې له لومړي وزیر نوازشریف له قوله ویل شوي: « د اقتصادي بندیزونو له امله زموږ اقتصادي او تجارتي اړیکو زیان لیدلی. له دې امله مو پریکړه کړې چې د اقتصاد، تجارت او انرژۍ په ساحو کې ګڼ دوه اړخیز تړونه رامنځته کړو.»

د خبرو اترو وروسته د نواز شریف او روحاني په حضور کې د سوداګرۍ او اقتصاد د برخې ۶ تړونونه لاس لیک شول چې پکښې د « د تجارتي همکارۍ پنځه کلن ستراتیژیک پلان» هم شامل دی.

نواز شریف په دې ترڅ کې وویل چې دواړه هیوادونه به پر سرحد د عبور دوه اضافي پاټکونه هم پرانیزي. د پاکستان د حکومت له خوا د جاري شوې اعلامیې په حواله روحاني وويل چې دواړو خواو د انرژۍ په سیکتور کې د زیاتې همکارۍ پر لارو چارو او له ایران څخه پاکستان ته د بریښنا د لیږد په اړه هم خبرې اترې ترسره کړې.

روحاني زیاته کړه چې د پاکستان له لومړي وزیر سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو او د آزاد بازار د یوه تړون د رامنځته کولو په هلکه هم غږیدلی. د ایران ولسمشر وویل چې د دواړو هیوادونو د سمندر له لارې د تجارتي توکو د لیږد پر امکاناتو هم خبرې کړي. روحاني په دې ترڅ کې زیاته کړه:

« پاکستان او ایران یو د بل امنیت خپل امنیت ګڼي او دواړه هیوادونه د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دي او هیڅکله به دغه ډول عناصرو ته اجازه ور نه کړي چې د سیمې امنیت خراب کړي.»

پاکستان چې د اوږدې مودې راهیسې د انرژۍ له ستونزې سره مخ دی، په دې حساب کوي چې د ایران سره به یې همکاري دغه ستونزې چې د هیواد د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده، حل کړي.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په سیمه کې د ایران یو مهم سیال سعودي عربستان پر پاکستان د دغه هیواد په مشرتوب په یوه نوي پوځي ائتلاف کې د شاملیدو له پاره ټینګار کوي. د ایسوشیتډ پریس د خبري آژانس د یوه تحلیل په حواله دغه ائتلاف چې زیاتره سني مذهبه هیوادونه پکښې شامل دي، د ایرن له خوا ورته د یوه سني ائتلاف په سترګه کتل کیږي.