روان کال کي ۱۹۳ تنه د قاچاشق په تور نيول سوي
۱۳۹۰ تیر ۱۴, سهشنبهد دغي څارنوالۍ رئيس يارمحمد حسين خيل دغه څرګندوني نن په کابل کي يوي خبري غونډي ته وکړې. په نيول سويو کسانو کي چي د اختصاصي محکمې له لوري اوس د زندان د تمبو شا ته اچول سوي د لسګونو افغانانو تر څنګ يو شمير بهرنيان هم شامل دي.
د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ د مشر يارمحمد حسين خيل د وينا له مخي، د روان کال د لومړيو دريو مياشتو په ترځ کي يې د هغو دوسيوو شمير چي د دوي له لوري څيړل سوی ۱۴۰ ته رسيږي.
د نوموړي په وينا، د دغو قضيو په تړاو ۱۹۳ تنه د کشفي ارګانونو له لوري نيول سوي او پر دوسيو يې کار روان دی.
افغانستان چي ويل کيږي ډيری قاچاقبر پکښي د حکومتي چارواکو له ملاتړه برخمن دي هغه هيواد دی چي د نړۍ په کچه د تارياکو په توليد کي بې ساري ځای لري.
له مخدره توکو سره د مبارزې د ځانګړي څارنوالۍ مشر د نيولو سويو کسانو په ډله کي د يو شمير حکومتي مامورينو د شتون خبره هم وکړه. خو زياته يي کړه چي هغوی د حکومت د ټيټي کچي سرتيري دي.
« د مظنونينو په جمله کي يولس تنه حکومتي سربازان مو نيولي چي دوسيې يې تکميلي سوي، هغوی د مخدره توکو په کاروبار کي لاس درلود، درې تنه نور خارجيان دي چي يو يي تاجکي او دوه ايرانيان دي».
له مخدره توکو سره د مبارزي د ځانګړي څارنوالۍ مشر دا هم وويل چي دوی د ځينو داسي کسانو دوسيې هم څيړي چي د سلګونو کيلوګرامه مخدره توکو د قاچاق په تور نيول سوي دي.
نوموړی چي په دغه غونډه کي د مخدره توکو په قاچاق کي د لاس درلودو په تور د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د افشا کولو له پوښتنو سره مخامخ کيدی يو ځل هم د کوم چارواکي نوم وانخيست.
د حسين خيل د وينا له مخي، تر اوسه پوري هيڅ يوه کورنی او يا بهرنی ارګان د دوي د تحقيقاتو پر وړاندي خنډونه ندي جوړ کړي او د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي څارنوالۍ به په برلاس خپلو څيړنو او ګرفتاريو ته دوام ورکوي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل