1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسول: افغان دولت به د سولي بهير تعقيب کړي

۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، ويلي دي چي هیواد به ئې له طالبانو سره سولي ته د رسیدو له پاره خپلي هڅي جاري وساتي. دا په داسي حال کي ده، چې امریکا د دې دمخه ويلي ول چي د سولي د خبرو اترو دروازي خلاصي دي.

https://p.dw.com/p/16JZr

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنتن، هم ويلي دي چې هیواد به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي د سولي راتلو له پاره د دغه هيواد تر څنگ ولاړ وي.

د افغانستان او امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دغه دواړو هيوادونو تر منځ د اړیکو د څرنگوالي په اړه خبري کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنتن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اکتوبر۳) وویل: «موږ پوهیږو چې پر وړاندي مو سختې ورځي په مخکي دي خو پر چيلينجونو سربیره متحده ایالات د افغانستان د خلکو پر وړاندي ژمن دي. موږ په گډه ډیري برياوي لرو، چي ډیر وخت سترگي ورباندي پټیږي.»

هغې په افغانستان کې د روغتیا، د ښځو حقونو، زده کړي، ديموکراسۍ او خلکو ته د بریښنا د رسولو په برخو کي شوو پرمختگونو ته اشاره وکړه. کلينتن په افغانستان کې وژل شوو شاوخوا ۲۰۰۰ امریکايي سرتیرو ته هم اشاره وکړه او وئې ویل چې هیواد ئې په افغانستان کې ډیره پانگونه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري وویل چې اوس افغانستان او امریکا پر خپلو راتلونکو اړیکو خبري کوي.

د چهارشنبې د ورځي په خبرو اترو کې افغان او امریکايي پلاوي د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون پر جزئیاتو باندي هم خبري اترې وکړې. په دې ترڅ کي امریکا د افغانستان او پاکستان له پاره د خپل ځانگړي استازې مرستیال جیمز وارلیک، د هغه پلاوي د مشر په توگه وټاکه چې د افغانستان او امریکا پر ستراتیژیک تړون به کار کوي.

د افغانستان له لورې دغه دنده په امریکا کې د دې هیواد سفیر اکلیل حکیمي، پر غاړه لري.

اوس نو په افغانستان کې د سولي د خبرو اترو واک افغان حکومت ته سپارل کیږي. خو کارپوهان وایي چي ښايي تر ۲۰۱۴ کاله پورې په دې بهیر کې د پام وړ کوم پرمختگ را نه شي. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، وویل چې هیواد به ئې سولي ته د رسیدو له پاره خپلي هڅي جاري وساتي.

که څه هم د روان کال په لومړیو میاشتو کي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولي په بهیر کي یو څه پرمختگ شوی وو او طالبانو رضایت ښکاره کړی وو چې په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانیزي خو دغه کار له گوانتانامو څخه د طالب زندانیانو د ازادولو د معاملې پر سر د جنجال له کبله و نه شو.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل