1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: په ژمي کې به مهاجر نور هم زيات شي

آژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

د آلمان دولت اټکل کړی وو چې په ژمي کې به د مهاجرو شمېر لږ شي، خو د آلمان د رسنیو راپورونه ښيي چې کیدای شي دا اټکل غلط وي. ډیر داسې عوامل شته چې په ژمي کې د مهاجرو شمیره لوړ شي.

https://p.dw.com/p/1HAVx
Deutsch-Österreichische Grenze Flüchtlinge Winter
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د آلمان «ویلت ام زونتاګ» ورځپاڼي د استخباراتي ادارو په حواله ليکلي دي چې په سوريه کې مخ پر خرابیدو حالت به د مهاجرو شمیر ډېر کي. د دغي ورځپاڼي د راپور له مخې اوسمهال په سوريه کې دننه ۷،۶ میلیونه کسان بېځایه شوي دي او تر څلورو میلیونو زیات بیا له دې هیواده تښتېدلي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلت ام زونتاګ ورځپاڼي ته ویلي دي چې هغوی د مهاجرو د کمښت پر ځای د ډېرښت تمه لري.

په همدې حال کې د کډوالو له پاره د ملګري ملتونو عالي کمیساری (UNHCR) په دې ګومان دی چې ډېر کسان ښایي اروپا ته د راتګ پریکړه وکړي.

دا رپوټ په داسې حال کې خپور شوی دی چې د بایرن ایالت په ګډون، د آلمان په ډېرو سیمو کې د ژمي لومړۍ واوره اورېدلې ده. د آلمان خبري آژانس (DPA) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې چارواکي هڅه کوي، څو ټولو مهاجرو ته د ژمي استوګنځایونه برابر کړي خو بیا هم په ځینو حالاتو کې پاته راغلي دي.

د آلمان او اتریش په سرحد کې خیمې چې د هغو مهاجرو له پاره چې غواړي آلمان ته ځان ورسوي، د استوګنځای په توګه کارول کیږي د اوسنۍ یخي هوا له پاره مناسبې نه دي. خو چارواکي هڅه کوي چې په راتلونکو اوونیو کې د نویو مهاجرو له پاره خیمې برابري کړي.

د نورد راین ویستفالن، زاکسن او براندینبورګ په ګډون د آلمان ډیرو نورو ایالتونو ویلي دي چې په ژمي کې به مهاجر په لویو خیمو کې ځای پر ځای کړي او دا خیمې به تودې او په ګرمو اوبو مجهزي وي.

Flüchtlingsunterkunft im ehemaligen Flughafen Tempelhof
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

د کډوالو له پاره د ملګري ملتونو عالي کمیسارۍ او نور سازمانونه په ټوله اروپا کې هڅه کوي، څو مهاجرو ته په ژمي کې استوګنځايونه برابر کړي.

د کډوالو له پاره د ملګري ملتونو عالي کمیسارۍ خبرداری ورکوي چې د غربي بالکان پر لاره ځیني هیوادونه د مهاجرو د سفر مخنیوی کوي او دا کار مهاجر له ګواښونو سره مخامخوي.

UNHCR د جمعې په ورځ وویل: «دا کار ورو ورو بې موجبه کیږي... حداقل په یخ کې چې ماشومان او نور [مهاجرین] له ستونزو سره مخامیږي [باید لاري خلاصي شي].»

اروپایي اتحاديي په وروستیو کې وویل چې د ژمي له رارسیدو سره به په لسونو زره مهاجر له انساني ناورين سره مخامخ شي.