1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: امريکايي استخباراتو نارويژي وگړي څارلې دي

۱۳۸۹ آبان ۱۵, شنبه

ويل کيږي چي په اوسلو کي د امريکايي سفارتخانې څخه په ډېره لږ فاصله کي د يوه تجارتي ودانۍ په لوړ منزل د استخباراتي چارواکو يوې ټولۍ خپلې څارنې کولې.

https://p.dw.com/p/Q0W4
انځور: AP

مونهاران وايي چي د کامره لرونکي سړي سره ده تر ډېره وخته خبري او ټوکي ټکالې وکړې. مونهاران چي د سري لنکا څخه دباندي ژوند کوونکو تاميلانو د ټولنې غړی دی بشپړه تېر کال يې په دوامداره توگه د تامل پړانگانو په وړاندي حکومتي جگړه غندله او احتجاج يې کوی. د احتجاج کولو لپاره نوموړي او د هغه ملگرو د ناروې د پاچا و ماڼۍ ته نژدې د امريکا د سفارت مخ ټاکل ؤ چي په اوسلو کي دی. ډېر امکان لري چي د امريکا متحده ايالتونه په خپلو مخفي اسنادو کي نوموړي ځوان ته د يوه خطرناکه سياسي په سترگه گوري. د دې امکان پدې زيات دی ولي چي مونهاران د سلگونو هغو کسانو څخه يو دی چي په ناروې کي د امريکا د سفارت د ځانگړو استخباراتي چارواکو لخوا څارل کيږي.

د اوسلو د يوه تلويزيوني کانال TV2سره د خبرو پر وخت مونهاران چي څارل سوی دی خپل خفگان او هېښتيا په داسي په ډاگه کړه:

« زه په دې پوهېږم چي د امريکا متحده ايالات د تره گرۍ په وړاندي په جگړه بوخت دي. خو کوم کار چي دوی زما په څارنه سره کړی دی هغه زما هغه بنسټيزه او د بيان د آزادۍ حقونه تر پښو لاندي کوي چي زه يې په ناروې کي لرم.»

ويل کيږي چي په اوسلو کي د امريکايي سفارتخانې څخه په ډېره لږ فاصله کي د يوه تجارتي ودانۍ په لوړ منزل د استخباراتي چارواکو يوې ټولۍ خپلې څارنې کولې. څو وخت تر مخه دغه دفتري خونې په ډېره عجله سره خالي کړل سولې. د نارويژي تلويزيون په وينا د منظمې څارنې او جاسوسۍ لپاره د 15 او شلو په شاوخوا کي نارويژيان گومارل سوي وه چي پکښي د تره گرۍ ضد 71 کلن نورويژي او يو شمېر نور لوړ پوړي پخواني نارويژي امنيتي چارواکي شامله دي.

د امریکا متحده ايالتونو په عيني حال کي د رسنيو دغه خبرونه تائيد کړي دي. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت يوه وياند و نارويژي تلويزيون ته ويلي دي چي دغه استخباراتي ډله د ناروې تر څنگ د تيرو لسو کالو راهيسي په يو شمېر نورو هيوادونو کي هم په کار بوخته ده. د وياند په وينا دغه استخباراتي ډله هغه وخت جوړه کړل سوه کله چي په کينيا او تانزانيا کي د امريکا پر سفارتونو تره گر بريدونه تر سره سول. د دغې ډلې وضيفه دا ښودل سوېده چي د امريکا د سفارتونو او ودانيو امنيت وساتي. د وياند په وينا نارويژي مقاماتو ته پدې هکله معلومات ورکول سوي وه چي د موټرونو نمبر پلېټونه کنټرول کړل سوي وه او د بعضو کسانو ويډيويي او انځوريز عکسونه اخيستل سوي وه.

خو د ناروې چارواکي د امريکا پدغو استخباراتي کارونو کي ځان شامل نه بولي او دغه خبره نه مني. د ناروې د بهرنيو چارو وزير يوناس گار شټيوره وايي چي پدې لړ کي د امريکا د سفارت سره په تماس کي دی:

« طبعي خبره ده چي موږ به د دغو تورونو په هکله پلټنې کوؤ. خو تر اوسه پوري موږ پدې هکله د سفارت څخه اړين جوابونه ندي تر لاسه کړي.»

د ناروې د قضايي چارو وزير کنوټ شټوربېرگېټ بيا وايي چي هيڅ ځواک د دې اجازه نه لري چي په ناروې کي حکومتي چارو ته ورته چارې تر سره کړي. نوموړی غواړي چي په خپلو پلټنو کي معلومه کړي چي ايا بعضي نارويژي چارواکي پدغه غېر قانوني عمل کي شامله وه او که څنگه. او دا چي ايا امريکا ته د نارويژي چارواکو لخوا ددغه کار اجازه ورکول سوېوه. په ناروې کي د امريکا سفير ټيم مور ويلي دي چي د قضيې په روښانه کولو کي به د امريکا سفارت خپله پوره همکاري وکړي.

گاډفرې مانوهاران هم د بشپړو پلټنو هيله لري. نوموړي کس د دغې قضيې په تړاو په محکمه کي عرض کړی دی. نوموړی وايي:

« زما په خيال چي دوی د چا د سترگو او ورېښتانو رنگ، جسماني جوړښت او د کورنيو و غړو ته اهميت ورکوي. که دا رشتيا وي نو بيا دغه ډېره د فکر خبره ده.»

ليکونکی: بوډه الېکزانډر

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري