1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د بې پيلوټه الوتکو بريدونه لږ سوي دي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې له هغه وروسته کمښت را منځ ته شو، چې اسلام آباد له واشنګټن څخه وغوښتل، ترهغه چې دوی له طالبانو سره د سولي د خبرو په هڅه کي دي، دغه بريدونه بند کړي.

https://p.dw.com/p/1B2u7
انځور: picture alliance/dpa

امریکايي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ د سه شنبې په ورځ د یوه امریکايي چارواکي په حواله لیکلي دي. پاکستان په دې اړه واشنګټن ته وړاندیز وکړ او واشنګټن هم هغې ته د نه ځواب ور نه کړ.

د واشنګټن پوست د دغه رپوټ پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما ادارې دا هم ویلي دي چې د القاعدې د ترورستي شبکۍ د کوم لوړ پوړي غړي د موجودیت او یا امریکایانو ته د مستقیم خطر په صورت کې به د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي.

د دغې ورځپاڼي په حواله د تیر کال له دسمبر میاشتي راهیسي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو لړۍ بنده شوې ده، چې دا له ۲۰۱۱ کال راهيسي تر اوسه پوری د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو د بندیدو تر ټولو اوږده موده ده. د یادونې وړ ده چې تر اوسه پوري نورو سرچینو دا ډول رپوټونه تایید کړي نه دي.

واشنګټن پوست زیاته کړې ده چې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې له هغه وروسته کمښت راغلی دی، چې تیر کال په دغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یو پخوانی مشر حکیم الله محسود، د یوه بې پيلوټه الوتکۍ په برید کې ووژل شو.

نواز شريف غواړي د مخورو په مرسته له پاکستاني طالبانو سره خبري وکړي
نواز شريف غواړي د مخورو په مرسته له پاکستاني طالبانو سره خبري وکړيانځور: picture-alliance/AP Photo

دغه برید د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیر تر هغه اعلان یوه ورځ وروسته ترسره شو، چې هغه ویلې وه امریکا ژمنه کړې چې له طالبانو سره د سولي د خبرو په جریان کې به د بې پيلوټه الوتکو بریدونه نه ترسره کوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم ویلې دي چې هغه د امریکايي بې پيلوټه الوتکو د بریدونو بندیدل غواړي. بله خوا د پاکستان ولس د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په هکله بېلا بېل نظرونه لري.

که له یوې خوا یو شمیر پاکستانیان په دې اند دي چې د عنعنوي عملیاتو په پرتله د بې پيلوټه الوتکو بریدونه د طالب جنګیالیو پر وړاندي یوه اغېزمنه وسیله ده او د ملکي تلفاتو شمیر پکښې کم وي، بلي خوا ځني ډلي بیا د دغو بریدونو مخالفت کوي.

دوی وايي نه یوازي دا چې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه په خلکو کې ډار پيدا کوي او ملکي خلک پکښې وژل کیږي، بلکي دا د پاکستان د خپلواکۍ خلاف یو عمل دی.

د یوې بریتانوۍ ادارې له خوا د یوه خپاره شوي تازه کلني رپوټ پر بنسټ، تیر کال د امریکا له خوا د پاکستان په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو د ترسره شویو بریدونو په پایله کې په مجموعي توګه یوازي ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوې دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ دا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په تاریخ کې چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې پيل شوې دي د ملکي تلفاتو تر ټولو کښته کلنۍ احصايیه ښيې.