1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د انجونو ختنه کول لا لويه ستونزه پاته ده

۱۳۹۹ تیر ۱۰, سه‌شنبه

په نړۍ کي د مېرمنو د نازکو اعضاؤ پرې کول او په جبري توګه په کم عمر د انجونو واده کول لا په زیاتو سيمو کي ادامه لري. د نړۍ د نفوس په راپور کي پر دغه ستونزه تمرکز سوی دی.

https://p.dw.com/p/3eZn9
Somalia Genitalverstümmelung
انځور: Getty Images/AFP/N. Sobecki

د ملګرو ملتونو له خوا پر نړيوالو ږغ سوی دی چي د کم سن ودونو او د جنسي اعضاؤ د پرې کولو پر ضد مبارزه پياوړې کړي. د ملګرو ملتونو له خوا په خپاره سوي تازه د نړۍ د نفوس په راپور کي راغلي دي چي تر ۲۰۳۰ کال پوري د ځوانو انجونو د خپل سرنوشت د ټاکلو د حق د نقض د مخنيوي له پاره ۳ اعشاريه ۴ ملياردو امريکايي ډالرو ته اړتيا سته. دغه راپور په نيويارک کي په رسمي توګه وړاندي کړل سو. د دغه راپور هغه لنډه بڼه چي په آلماني ژبه خپره سوې ده، ورته دغه عنوان ورکول سوی: «زما د رضا خلاف ـ د هغو عملونو پای ته رسول چي مېرمنو او انجونو ته زيان رسوي او په مساواتو کي خنډ جوړيږي.» 

د ملګرو ملتونو د نړۍ د نفوس د صندوق (UNFPA) د ادارې لوړ پوړي چارواکي نتاليا کانم ويلي چي د کرونا د روان نړيوال بحران له کبله انجونې لا زياتي د ګواښ سره مخامخ سوي دي. کانم زياته کړې چي دا له دې کبله هم ولي چي د پوهاوي د کامپاينونو عملي کول د پاندمي په وخت کي مشکل سوي دي. نتاليا کانم د دې غوښتنه کړې چي انجوني بايد چي د خپلو زده کړو بشپړه کولو ته پرېښوولې سي او تر مخه بايد واده نه سي. د هغې په وينا له دې لاري داسي چانسونه زياتيږي چي د بالغ کېدو وروسته دغه انجونې خپل ځان ته خپله روزګار ولري.

Somalia Genitalverstümmelung Symbolbild
په سوماليا کې د نجونو د ختنې دود ډير پراخ دیانځور: picture-alliance/dpa

تکان ورکوونکي شمېرې

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس هره ورځ شاوخوا ۳۳ زره کمسنه انجونې وديږي. د دغه سازمان د يادې ادارې په وينا په ماشومتوب کې د انجونو د ودولو له لاري هغوی د « بشري حقونو د سخت نقض» قرباني کيږي. د روغتيا د نړيوال سازمان د ارقامو له مخي په نړۍ کي لږ تر لږه ۲۰۰ مليونه مېرمني او انجوني د جنسي اعضاؤ د پرې کېدنې يا په اصطلاح د ختنې کولو قرباني دي. دغه عمل په زياته په يو شمېر افريقايي او د منځني ختيځ په هيوادونو کي دود دی.

د نړيوال نفوس د آلماني بنسټ (DSW) مدير ين کرويڅبېرګ وايي چي بله هيڅ لاره نسته بېله دې چي په کومو هيوادونو کي چي د انجونو او مېرمنو ختنه عملي کيږي، هلته د پوهاوي کمپاينونه ترسره سي. د هغه په وينا په پدرسالارو ټولنو کي د دا ډول ستونزو هواری يوازي هغه وخت ممکنه ده چي د خاموشۍ پرده ليري کړل سي.

خبري آژانسونه/ا.و.ا./ب.ص.

 زموږ له آرشيف څخه: