1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور:بلوچستان کي د بشري حقونوڅخه سرغړونه کيږي

۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعه

د بشري حقونو د څار نړيواله ټولنه وايي، چي په پاکستان کي د شکمنو ترهګرو او سياسي فعالينو سره امنيتي کړۍ ډير ناوړه چلند کوي او هغوی يې سخت په تکليف کړي دي.

https://p.dw.com/p/125hs
«د وهلو ټکولو او تشدد په دغه طريقو هر څه شامل دي.»
«د وهلو ټکولو او تشدد په دغه طريقو هر څه شامل دي.»انځور: picture-alliance/ dpa

دغه ټولنه په خپل وروستي راپور کي، د ورکو کسانو د سلو کورنيو د غړيو سره د مرکو او د فعالينو او عايني شاهدانو پر بنسټ جوړ سوی دی.

دغه راپور چي « موږ تشدد، وژل او يا څو کاله په بند کي ساتلا سو» په نوم خپور سوی. دغه راپور کاږي هغه پاکستان چارواکي چي په داسي پيښو کي ککړدي هيڅکله هم د پيښي د روښانه کولو او هم د هغې علت نه په ګوته کوي.

راپور د يو بندي، چي تازه را خوشي سوي په حواله ليکي چي هر ورځ سهار او ماښام به د يوه څخه تر دوو ساعتو پوري وهل کيدی.

په راپور کي راغلي چي بېله استثنا څخه د هغه کسانو کورنيو چي په بند کي ساتل سوي د غيري انساني چلند په اړه کيسې وکړي.

د وهلو ټکولو او تشدد په دغه طريقو کي د وهلو، چي « ډيری وخت په دره او يا هم په کوتک سره تر سره کيږي» د بنديانو د سر کښته زړولو، او د ډيري مودې لوږه او ويښ ساتل شامل دي.

د دغه تشدد زياتره قربانيان د بلوچستان نيشليسټان دي، چي دولت شک کوي، چي ګواکي دوی په اورپکو اوړي. د پاکستان تر ټولو لوی ايالت بلوچستان ته دولت دومره توجه نه کوي.

د بشري حقونو د څار نړيواله ټولني راپور کاږي، چي لږ تر لږه په بلوچستان کي د ۱۵۰ تنو د وژلو داسي پيښي ثبت سوي، چي پکښي د بشري حقونو څخه په بشپړه توګه سرغړوني سوي دي.

د دغسي ډيرو وژنو پړه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو اچول کيږي. د پاکستان د بلوچستان په ايالت کي د زور زياتيو پيښو د ۲۰۰۵م کال راهيسي ډير زور اخيستی. د دغه پيښو په نتيجه کي په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶م کلونو کي د هغه وخت د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف باندي په سيمي کي د سفر پر وخت د ترور حملې وسوې.

ډيری څيړونکي او ځايي خلک په دې آند دي، چي په ۲۰۰۶م کال کي د بلوچستان د وتلي قومي مشر نواب اکبر بګټي او د هغه د نږدې ۳۵ تنو ترور اود ۲۰۰۹م کال د اپريل په مياشت کي د بلوچستان د درو مخورو سياسي مشرانو په وژنه کي د پاکستان د پوځ لاس وو.

د دې پوښتني په جواب کي چي ولي د پاکستان دولت دغو تيريو ته کوم عکس العمل ونه ښود؟ د هيومن رايټس واچ د آسيا مشر براد آدم وايي.« د پاکستان دولت د خپل پوځ د زور څخه ويريږي.»

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل