1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان په «دې هندريد» تورنمنت کې تر ټولو گران واخیستل شو

۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبه

راشد خان لومړنی بهرني لوبغاړی وو چې د انگلستان د »دي هندريد« تورنمنت سياليو له پاره تر ټولو گران واخيستل شو. د شنبې ورځې په لومړني ليست کې کريس ګيل او لاسيت ملينګا هم د غوره لوبغاړو په ډله کې ول.

https://p.dw.com/p/3RchP
Afghanistan Kricketspieler Rashid Khan
انځور: Getty Images/D. Kalisz

د رويترز خبري آژانس په حواله، د شل اوريزو لوبو لومړی نمبر توپ اچونکی، افغان لوبغاړی راشد خان د ترينت راکيتس له خوا په تر ټولو لوړه بيه ۱۲۵ زره پونډه واخيستل شو.

دوه استراليايي لوبغاړي ستيف سميت او مچل ستارک هم د ویلش فایر له خوا هر يو په ۱۲۵ زره پونډه واخيستل شول.

له دوی څخه سميت، سکای سپورت ته وويل: «دا به ډير په زړه پوري وي چې د لومړي ځل له پاره په هندريد بال کمپ کې راڅرګند شم.» د هغه هم ټيمی لوبغاړی ديويد وارنر بيا ساوترين بریئف سره يوځای شوی دی.

په «The Hundred» تورنمنت کې له راشد خان څخه علاوه نور افغان لوبغاړي هر يو مجیب الرحمن د (سوپر چارجرس)، محمد نبي د (سپيريت) او قیس احمد د (ولش فایر) ټيمونو اخيستي دي.

د ويست انډيز اوپنر کريس ګيل او د سريلانکا تيز توپ اچونکی ملينګا هم د تر ټولو لوړې بيې ۱۲۵ زره پوند لوبغاړو په توګه په لومړني لیست کې راغلي ول، خو يو يې هم بریالی نه شو چې ټيم پيدا کړي.

«دې هندريد» ټورنمنت لوبې د ۲۰۲۰م کال په جولای مياشت کې په انګلستان او والس کې ترسره کيږي. په دغه تورنمنت کې ۸ ټيمونه لوبې کوي.