1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان د ټیسټ لوبو تر ټولو ځوان لوبډلمشر

۱۳۹۸ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د راشد خان په مشرۍ د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې د پنجشنبې په ورځ له بنګله دیش سره مخامخ کیږي. دا به د راشد خان له پاره د کپتان په توګه سخته ازموینه وي.

https://p.dw.com/p/3OzD0
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان کریکټ لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د ټیسټ لوبو دریځ تر لاسه کړ. افغانستان خپله لومړۍ ټیسټ لوبه له هندوستان سره وکړه چې په لوی توپیر یې ماتې ورکړه، خو افغانستان بیا خپله دوهمه لوبه له آیرلنډ څخه په اوو ویکټو وګټله. آیرلنډ هم له افغانستان سره یو ځای د ټیسټ لوبو دریځ تر لاسه کړی وو.

راشد خان په انګلستان او ویلز کې د تر سره شوي نړیوال جام د سیالیو د ختمیدو وروسته د درو سره فارمیټونو (ټیسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو) لوبو کپتان وټاکل شو. افغانستان د سږني نړیوال جام په ترڅ کې کومه لوبه ونه ګټله خو ځینې لوبو کې مخالفې لوبډلې له سرخوږۍ سره مخامخ کړې وې.

افغانستان د راشد خان په مشرۍ چې د هند پریمیر لیګ (آی پي ال) سیالیو کې هم ډیر ځلیدلی دی، په چټاګنګ کې د ظهور احمد چوهدري په ستدیوم کې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر پنځمه) له بنګله دیش سره خپله لومړۍ او یوازینۍ ټیسټ لوبه تر سره کوي. راشد خان به د ۲۰ کلونو او۳۵۰ ورځو په عمر د ټیسټ لوبو په ترڅ کې تر ټولو ځوان لوبډلمشر وي.

هغه به د ټیسټ لوبو د ځوان لوبډلمشر لقب د زمبابوې د تتندا تایبو، څخه راخپل کړي چې په ۲۰۰۴م کال کې د سریلانکا پر وړاندې ترسره شوې ټیسټ لوبه کې تر ده اته ورځې زیات عمر درلود.

راشد خان د تیرې جمعې په ورځ چټاګنګ ته د خپلې لوبډلې د رارسیدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي ول: «زه ډیر هیجانې یم. د لوبډلې کپتاني زما له پاره نوی نقش دی او خپله پوره هڅه به وکړم چې ډاډه اوسم له لوبې خوند واخلم.»

د افغانستان کریکټ بورډ د ۲۰۱۹م کال په اپریل میاشت کې رحمت شاه د ټیسټ لوبو د کپتان په توګه ونوماوه او د اصغر افغان ځای ناستی شو. اصغر افغان په لومړیو دوو ټیسټ لوبو کې د افغانستان کپتاني کوله. خو راشد خان تر نړیوال جام وروسته د ټیسټ لوبو کپتان هم وټاکل شو او دا په دې معنی چې رحمت شاه پرته له دې چې په کومه ټیسټ لوبه کې لوبډلمشري وکړي، له دغه مقامه لیرې کړای شو.

د افغانستان لوبډله له داسې یوه لوبډلې سره مخامخ کیږي چې په خپل کورني لوبغالو کې یې په تیرو لسو ټیسټ لوبو کې پنځه ګټلي دي چې پکښې د انګلستان او آسترالیا څخه هم یوه، یوه لوبه شامله ده.

اټکل کیږي چې بنګله دیش په خپل کورني لوبغالې کې د افغانستان پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې ورو توپ اچوونکي ولوبوي، خو د افغانستان لوبډلې سرپرست کوچ اېنډي مولز وایي چې دوی کومه ویره نه لري. هغه ویلي ول: «موږ د بنګله دیش ټیم ته ستر درناوی لرو. هغوی له موږ څخه یوه درجه لوړ دي، خو موږ له بنګله دیش څخه ویره نه لرو.»

پر دې سربیره به د سپتمبر له دیارلسمې نیټې څخه افغانستان د زمبابوې او بنګله دیش پر وړاندې د شل اوریزو لوبو درې اړخیز ټورنامنټ هم تر سره کړي.