1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن: په روان کال کي به جگړه په افغانستان کښي سخت زور واخلي

۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وړاندوينه کوي چي په روان کال کښي به جګړه په افغانستان کښي وروستي حد ته ورسيږي او يو ګړی به هم د کرارۍ وخت نه وي.

https://p.dw.com/p/R74j
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسنانځور: picture-alliance/dpa

راسموسن تيره ورځ ناوخته په بروکسل کښي په يوه خبره غونډه کي وويل چي: « موږ د بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو شمېر نور هم زيات کړی او د طالبانو پر هغو ځايونو مو خپلو حملو ته دوام ورکړی چي ډيره سخته دفاع څني کيږي.»

هغه وايي دا هغه عوامل دي چي زه کولای سم وړاندوينه وکړم چي روان کال به په افغانستان کښي ډير سخت وي.

راسموسن په دې خبري غوندي کښي يادونه وکړه چي په افغانستان کښي د واضح پرمختګ لپاره موږ بايد خپل پوځي عمليات نوي مرحلې ته ور داخل کړو.

هغه وويل اوس هغه وخت دی چي موږ بادي کرار کرار افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت سپارلو پروسه پيل کړو.

د ناټو عمومي منشي وويل چي روان وضعيت ته په کتو سره به د مسووليت سپارلو پروسه ولايت په ولايت ولسوالي په ولسوالي او کلي په کلي پيل سي.

هغه وويل چي موږ اميدواره يو چي نوموړې پروسه به تر ۲۰۱۴ کاله پوري بشپړه سي.

ډيری افغان کارپوهان په دې نظر دي چي د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو او هغوی ته د امنيت د سپارو مسوليت لږ تر لږه پنځه کال وخت غواړي.

په بروکسل کښي د ناټو عمومي منشي وويل چي د راتلونکي چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کي به د ناټو د ۲۸ غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو غونډه « د افغانستان د راتلونکي لپاره لاره پرانيزي».

راسموسن وويل چي د ناټو د دفاع وزيرانو دې غونډي ته د افغانستان د دفاع وزير هم را بلل سوی.

د هغه په خبره د هغه هيواد د دفاع وزير به په هغه غونډه کي برخه ولري چي د کوم ولايت يا سيمي امنيتي مسوليت لومړی په غاړه اخلي چي چاري به يې پخپله د افغانانو په لاس کښي وي.

د ناټو عمومي منشي زياته کړه چي پريکړه به افغان ولسمشر حامد کرزی د نوي لمريز کال په لومړی ورځ يعني د نوروز په اوله چي د مارچ د مياشتي د ۳۱ نېټې سره برابره ده اعلام کړي.

راسموسن د ۲۰۱۴ کال وروستۍ ورځي په افغانستان کښي د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت ورستۍ ورځي و بللې.

خو هغه دا هم وويل چي ، بيا هم د يو وخت ټاکل په سيمه کښي په روان وضعيت پوري اړه لري.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وويل چي زه ځکه دې ته خوشبينه يم چي په ۲۰۱۴ کال کښي به ټول امنيتي مسوليت افغان امنيتي ځواکونه په غاړه واخلي ، چي اوس هم د طالبانو سره په جګړه کښي د افغان امنيتي ځواکونو شمېر ډير او اغيزناک دی.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: بريښنا صابر

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل