1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغانستان په پلان کې بدلون نه دﺉ راغلی"

۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د دوشنبې په ورځ وویل چې ناټو به د پلان له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ووځي. هغه زیاته کړه چې ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو لړۍ نه ګړندۍ کوي.

https://p.dw.com/p/14WpL
انځور: Reuters

راسموسن وویل چې ناټو به په افغانستان کې خپلي دندې په ۲۰۱۰ کې د لیزبون د موافقې له مخي پر مخ يوسي. هغه په داسي حال کې پر مخکنۍ ټاکل شوي نیټې ټینګار وکړ چې په وروستیو کې یو شمیر افغان او بهرني چارواکي وایي چې اوس ناټو غواړي په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان څخه ووځي.

راسموسن په خپلو خبرو کې وویل چې د ناټو په پلان کې کوم بدلون نه دی رامنځ شوی. د راسموسن په خبره د لیزبون د پلان له مخي به په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د امنیت د لیږد بهیر بشپړ شې خو د وروستي ولایت امنیتي مسئولیتونه به د ۳۰۱۳ کال په نیمايي کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د یوه ولایت د امنیتي مسئولیتونو د لیږدول بهیر له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پوري وخت نیسي. اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د کابل په گډون د افغانستان د نیمايي ولایتونو امنیتي مسئولیتونه پر غاړه لري.

راسموسن همداراز وویل چې د تیر کال د می له میاشتي راهیسي په افغانستان کي د دولت د وسله والو مخالفینو بریدونه کم شوي دي: «نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک (ایساف) په دې موده کې د بریدونو د کموالي شاهد وو.»

د راسموسن په خبره د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو بریدونه د تیر کال د لومړیو دوو میاشتو په پرتله ۲۲ سلنه راکم شوي دي. د راسموسن د وینا له مخي په عین وخت کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو لمن هم پراخه شوې ده:

«افغان ځواکونه په افغانستان کې د څلویښت سلنه منظمو پوځي عملیاتو مشري پر غاړه لري. دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو د روزني مسئولیت هم په سلو کې پينځه اتیا افغان روزونکو ته سپارل شوی دئ.»

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د فبرورۍ په میاشت کې ویلي ول چې کيدای شي ناټو په افغانستان کې خپل نقش ته په ۲۰۱۳ کال کې بدلون ورکړي.

افغان ولسمشر هم تیره میاشت له لیون پنيتا څخه وغوښتل چې باید بهرني ځواکونو له کلیو څخه راووځي. ولسمشر کرزي له هغه وروسته دا غوښتنه وکړه چې یوه امریکایي سرتیري په کندهار کې د ماشومانو په گډون ۱۷ ملکي کسان ووژل.

راسموسن په خپلو خبرو کې وویل چې ناټو به افغانستان حیر نه کړي بلکي په دغه هیواد کې به خپل ماموریت په ښه ډول پای ته ورسوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم