راسموسن: داخلي بریدونه به زمونږ پر ستراتیژې تاثیر و نه کړي
۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سهشنبهد ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي که څه هم د افغان سرتیرو له خوا د ناټو پر سرتیرو باندې بریدونو د افغان او نړیوالو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا خرابه کړې ده خو دا به له افغانستان څخه د ځواکونو د ژر راایستلو لامل نه شي.
هغه ویلي دي چې دغه بریدونه به په تدریجي توگه افغان سرتیرو ته د امنیت د سپارلو بهیر او د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه د بهرنیو جنگي سرتیرو د راوتلو پروسه اغیزمنه نه کړي. هغه په دغه مرکه کې زیاته کړې ده:
«دغه داخلي بریدونه د تشویش وړ خبره ده. دغې بریدونو د بهرنیو او افغان ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا تر پوښتنې لاندې راوستې ده...په دې برخه کې زمونږ قوماندانانو اړین اقدامات کړی او په راتلونکي کې به ئې هم وکړي تر څو د دغسې بریدونو مخه ونیول شي.» هغه زیاته کړې ده چې دغه وژنې به د امنیت د سپارلو د پروسې او د دوی په ستراتیژې او مهال ویش کې کوم بدلون را نه ولي.