1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«راتلونکې اوونۍ يوه بله ډله افغانان له آلمانه اخراجيږي»

۱۳۹۷ اسفند ۲۴, جمعه

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت منلې چې د افغانستان د سخت امنيتي وضعيت سره سره، راتلونکې اوونۍ يوه ډله افغانان له آلمانه اخراجيږي. په احتمالي توګه د دغو افغانانو الوتکه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/3F6jy
Deutschland Symbolbild Abschiebung
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتې راهيسي په مجموعي توګه له آلمان څخه ۵۱۲ اخراجي افغان پناه غوښتونکی په ۲۱ پروازونو کې بيرته افغانستان ته استول شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ويلي دي چې د دوو تنو پناه غوښتونکو هويتونه چې د فبرورۍ مياشتې په منځ کې له آلمانه اخراج شوي دي، تر اوسه نه دي مشخص شوي. له دوی څخه يو يې کابل ته تر رسيدو وروسته ويلي چې هغه افغان نه، بلکې پاکستانی دی او بل يې ويلي چې ايرانی دی.

د افغانستان د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه هڅه کوي تر څو د دغو کسانو هويت مشخص کړي. د چارواکو پر وينا، دغه اخراجي پناه غوښتونکي اوس په کابل کې د مهاجرت نړيوالې ادارې «آي او ام» په يوه ميلمستون کې اوسيږي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې د دغه پناه غوښتونکي دغه ادعا چې پاکستانی دی، ډير ژر ثابته شوه چې هغه د اخراج د مخنيوي له پاره يوه پلمه وه.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په خبره، په هوايي ډګر کې د دې پناه غوښتونکي دغه ادعا د هغه سند پر اساس چې د ده د افغان تابعيت ښکاروندويي يې کوله، رد شوه.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دوهم کس په اړه ويلي چې د هغه هويت له اخراج څخه د مخه د دويم ځل له پاره د يوې افغان قونسلګرۍ له خوا تائيد شوی وو او دغه موضوع له افغان چارواکو سره شريکه شوې ده.

افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج مسئله په دغه هيواد کې د افغان دولت په وړاندې د وسلوالو طالبانو او د اسلامي دولت يا داعش ډلې د جګړو د دوام له امله جنجالي شوې ده. یوازې د تيرې اوونۍ په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ امنيتي ځواکونه ووژل شول. دغه راز د افغانستان په سویل کې د دوو هوايي بريدونو په پايله کې ډير شمير ملکيانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(dpa)pa/af/ns/mks

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: