1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«راتلونکي ټاکني به هم له درغليو پاکي نه وي»

خليل الرحمن اميد/ کابل۱۳۹۲ دی ۱۴, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چي د ولسمشرۍ ټاکني به نزدې درې سوه زره کورني او بهرني څارونکي څاري. خو د «خط نو» سازمان غړي بيا وايي چي په دغو ټاکنو کي به هم تقلب وي، نو څارونکي بايد په ښه توګه و روزل سي.

https://p.dw.com/p/1AlII
انځور: DW/H. Sirat

په دې وروستيو کې د افغانستان د بېلابېلو مدني ټولنو غړي پر دې ټينګار کوي چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکني بايد په دقيقه توګه وڅارل شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور د شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال دجنورۍ ۴) د ځوانانو په يوه غونډه کې په ډاګه کړه چې له راتلونکو ټاکنو څخه به درې سوه زره کورني او بهرني څارونکي څارنه کوي تر څو د درغليو مخه ونيول شي:

«موږ به احتمالاً د ٣ سوو زرو کسانو په شاوخوا کې کورني او بهرني څارونکي ولرو. مختلفو نهادونو د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره اړيکې نيولي دي البته بهرنيو نهادونو لکه اروپايي اتحاديې او د ساک هيوادنو نهادونه.»

هغه همدا راز وايي چې د ټاکنو له پاره چمتوالی وروستي پړاو ته رسېدلى او په راتلونکو دوو اونيو کې به د اړينو موادو ويش د هيواد څلورديرشو ولايتونو ته پيل شي.

نور همدا راز وايي چې تر دې مهاله شاو خوا ١٢٠ نهادونه د څارونکو په توګه ورسره ثبت شوي او څوارلس سوه کسان يې تر دې دمه د څارونکو په توګه ور پېژندلي دي خو زياتوي چې له يو شمير نړيوالو ادارو څخه يې هم غوښتنه کړې ده، څو د افغانستان د راتلونکو ټاکنو څارنه وکړي.

په ورته وخت کې د «خط نو» سازمان سلاکاره هاجره محمدي، وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې به هم درغلۍ وي خو بايد ځوانان د ټاکنو سمه څارنه وکړي، څو کچه يې راکښته شي: «زه درغلۍ نه ردوم، تقلب شته، خو نه بايد په هغه کچه وي لکه په تيرو دوو وارو ټاکنو کې، موږ نه غواړو په تير پسې د آرمان او راتلونکې په ډار کې ژوند وکړو، دغو ځوانانو لاسونه سره يو کړي دي او غواړي د راتلونکو ټاکنو څارنه وکړي او د درغليو سلنه راکښته کړي.»

بله خوا د افغانستان د ټاکنو د شفافيت بنسټ مشر محمدنعيم ايوبزاده، وايي چې لاهم د ټاکنو پر وړاندي امنيتي ستونزې شته او ډار ښيي چې هسې نه د لارو په اوږدو کې د ټاکنو اړونده وسايل د درغليو په موخه غلا او وکارول شي.

ايوبزاده همدا راز وايي چې د روڼو ټاکنو له پاره بې طرفي يو شرط دى خو زياتوي چې لاهم په افغانستان کې ٨٥ سلنه کارکوونکي او وګړې په يوه نه يوه اړخ پورې تړلي دي او بايد پاملرنه ورته وشي:

«بې پرې والى په افغانستان کې ډير ستونزمن دى، يعنی په افغانستان کې تر پنځه اتيا سلنه ډير کسان شايد ونه شي کړای چي بې پرې پاته شي، نو په اوسنۍ حاکمه فضا کې د مدني ټولنو رول بايد د يوې ديموکراټيکې فضا په رامنځته کولو کې د يوې کيلۍ په شان مهموالى ولري.»

د افغانستان د ټاکنو د روڼوالي له پاره په داسې حال کې هلي ځلي تر بل هر وخت ډيري شوي دي چې دا وار ټاکني تاريخي او سرنويشت ټاکنو کې بولي. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړى وار دى چې يو ولسمشر د ټاکنو له لاري بل ولسمشر ته د واک چاري سپاري.