1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راتلونکو ټاکنو کې د کرزی د نه ګډون ستاینه شوې

۱۳۹۰ شهریور ۹, چهارشنبه

بریتانوي چارواکي پر دې باور لري چې د دريم ځل لپاره په ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي نه ګډون به د افغانستان سیاسي راتلونکې لا پسې پېاوړې کړي. دغه چارواکي د افغانستان او نړیوال وجهي صندوق تر منځ د کړکیچ د ختمیدو غوښتونکي دي

https://p.dw.com/p/12QIR
آرشيف انڅور
آرشيف انڅورانځور: AP

دغه خبري په ېو محرم لیک کې چې د بریتانیا د وزیر له خوا بربنډ شوی راغلي.

د بریتانېې د نړیوال پرمختېا وزیر، اندریو متچل، د سې شنبې په ورځ د یوې غونډې د پاې وروسته دا هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او د نړیوال وجهي صندوق تر منځ د روان کال د جون په میاشت کې په خبرو کې چې کومه وقفه راغلې وه، به بیرته په سمه لار روانه شي.

بریتانیا په افغانستان کې ۹۵۰۰ سرتیري لري چې په دغه هیواد کې د اورپکو سره په جګړه بوخت دي. دغه هیواد د افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هیوادونو څخه شمیرل کيږي.

په داسې حال کې چې بریتانیا په عام محضر کې د ولسمشر حامد کرزي څخه په ټینګه ملاتړ کوي، د ولسشمر کرزي او امریکا د متحده ایالاتو او د نورو لویدیځو هیوادونو تر منځ اړیکي وخت ناوخته ترینګلې شوي دي.

په بربڼډ شوې لیک کې راغلي:

«ولسمشر حامد کرزي د اساسي قانون له مخې په ښکاره توګه د 2014 کال څخه وروسته د قدرت څخه د لاس په سر کیدو اعلان کړی. دا ډیره مهمه ده، دا په ښکاره توګه د افغانستان د راتلونکي سیاسي لورلید ښکارندوې ده. مونږ باید په شخصي او ښکاره توګه د کرزی دغه کار وستایو.»

د کابل او د نړیوال وجهي صندوق تر منځ خبرې د روان کال د جون په میاشت کې وروسته له هغي وځنډیدلې، کله چې نړیوال وجهي صندوق د افغانستان هغه د مرستو غوښتنه چې د کابل بانک او نورو بخشونو لپاره ترسره شوی وو رد کړ.

د دغه قدم پورته کولو سره افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د 70 میلیونو ډالرو په شاوخوا کې قسط درول شوی وو.

په ورستې بربڼډ شوې لیک کې راغلې چې نړیوال بانک انګلستان ته ویلي چې افغانستان ته د بریتانېې او د نورو هیوادونه درول شوې مرستې به ډیر ژر بیرته افغانستان ته ورکړل شي تر څو په دغه هیواد کې د امنیت د انتقال بهیر ته ضروري ثبات ور وبښل شي.

په لیک کې وړاندي راغلي:

«مونږ هیله مند یو چې حکومت به د مالي سکتور په وړاندي د باور وړ اصلاحاتو په لور پرمختګ وکړي او د کابل بانک د درغلیو مسلې ته په پاملرنې سره، په لازمو اقداماتو لاس پوري کړي ترڅو نړیوال وجهي صندوق وروسته له مني څخه د افغانستان سره په مرستو یو توافق ته ورسیږي.»

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکې: مسعود جهش