1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«رابرت بیلز یو مهربانه پلار دی»

هما ناصري (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۳۱, پنجشنبه

په کندهار کې د ۱۶ تنو ملکي وگړو په وژنې د محکوم امریکايي سرتیري رابرت بیلز ورور، د هغه د محکمې پر مهال پوځي قاضیانو ته وویل چې بیلز یو ډیر مهربانه پلار او خپلې دندې ته ژمن کس دی.

https://p.dw.com/p/19UoW
Staff Sgt. Robert Bales, (L) 1st platoon sergeant, Blackhorse Company, 2nd Battalion, 3rd Infantry Regiment, 3rd Stryker Brigade Combat Team, 2nd Infantry Division, is seen during an exercise at the National Training Center in Fort Irwin, California, in this August 23, 2011 DVIDS handout photo. Bales, charged with killing 16 Afghan civilians in cold blood was due in court on June 5, 2013, for a court-martial proceeding in which he is expected to plead guilty under a deal with military prosecutors to avoid the death penalty. REUTERS/Department of Defense/Spc. Ryan Hallock/Handout (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW POLITICS MILITARY) FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS IMAGE HAS BEEN SUPPLIED BY A THIRD PARTY. IT IS DISTRIBUTED, EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS ACHTUNG: SCHLECHTE QUALITÄT
USA Afghanistan Mord Massaker Robert Bales Gericht Skizzeانځور: Reuters/Department of Defense/Spc. Ryan Hallock/Handout

د رابرت بیلز ورور ویلیم بیلیز د خپل ورور په هکله وویل چې هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې مخکې د یوه ښوونځي زدکوونکی وو چی د همدې ښوونځې د فوټبال په ټیم کې لوبیده. د ویلیم په خبره ورور یې پر امریکا باندې تر ترهگرو بریدونو وروسته ښوونځی پریښود او په پوځ کې شامل شو.

ویلیم د شپږو پوځي قاضیانو پر وړاندې چی د رابرت په هکله پریکړه کوي وویل: «ما تر اوسه له هغه ښه پلار نه دی لیدلی. هغه ډیر مهربانه پلار دی. که تاسو د هغه ماشومان راولی نو هغوی د خپل پلار په لور منډه وهي.»

بریدمن رابرت بېلز په افغانستان کې تر گومارل کیدو مخکې په عراق کې هم پوځي ماموریت ترسره کړې وه. هغه څه د پاسه یو کال مخکې په کندهار کې له خپلې پوځي اډې ووت او ۱۶ تنه ملکي وگړي یې ووژل.

بریدمن رابرټ بېلز د مرګ له سزا څخه د بچیدو له پاره د قاضیانو پر وړاندې خپل جرم منلی دی، خو اوس پوځي قاضیان په دې اړه فکر کوي چې آیا بیلز ته تر ۲۰ کلونو بند وروسته د «تعلیقی بند» غوښتنې حق ورکړي او که نه. د تعلیقي بند له مخې یو بندي له زندان څخه په مقیده توگه آزادیدای شي.

د بیلز مدافع وکیل ادعا کوي چې بیلز له رواني لحاظه سالم نه دی نو له دې کبله یې د بیگناه ملکي افغانانو په وژنه لاس پورې کړی دی.

د پیښه اغیزي

د بیلز د محکمې پر مهال د هغه له خوا د وژل شویو کسانو د کورنیو یو شمیر غړو هم شاهدې ورکړه. حاجي محمد وزیري چې د کندهار د عام وژنې په پېښه کې یې د خپلې کورنۍ یوولس تنه غړي له لاسه ورکړي دي د محکمې پر مهال وویل: «کله چې انسان خپل یو ماشوم له لاسه ورکړي نو څومره درد لري. ما د یوولسو کسانو د مړینې درد ځغملی دی. تاسو فکر وکړئ چې پر ما باندې به څه تیر شوې وي. کله چې کور ته راغلم یوولس مړي راته پراته ول. زه به هیڅ کله هم هغوی هیر نه کړم.»

تر پېښې وروسته د بیلز قومندان وویل: «ښایي دا څو کاله وخت ونیسي ترڅو موږ بیا د خلکو باور په لاس راوړای شو.»

د پیښی یو بل شاهد ملا کلیم الدین چې د وزیرې د تره زوی دی وايي چې «د حاجي محمد وزیري مور په سر ویشتل شوې وه او مړی یې د دروازه مخې ته پروت وو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب