1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G8په غونډه کي د افغانستان سره د دوامداره مرستو هوکړه سوې

۱۳۸۷ تیر ۷, جمعه

د نړۍ اوو صنعتي هيوادونو او روسيې په کيوتو کي د شمالي کوريا پر اټومي موضوع سربيره پر يولړ نورو نړيوالو مسايلو باندي هم خبري کړي

https://p.dw.com/p/ES1d
د اوو سترو صنعتي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د جاپان د کیوتو په غونډه کي
د اوو سترو صنعتي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د جاپان د کیوتو په غونډه کيانځور: picture-alliance/ dpa

دجاپان دبهرنيو چارو وزير په کيوتوکي دنړۍ داوو مهمو صنعتي هيوادونو او روسيې دبهرنيو چارو دوزيرانو په مطبو عاتي غونډه کي چي دغونډي په پای کي جوړه شوې وه څرګنده کړه چي: دوی دشمالي کوريادهغو توضيحاتو په اړه چي دخپل اټومي پروګرام په هکله يې خپاره کړي دي ډير سره ږغېدلي دي. دغونډي دمشر په لنډو يادونو کي ويل سوي دي چي، پر دې توضيحاتو باندي بايد ښه غور وسي، اوشمالي کوريا يې په ټينګه سره ګډکار ته راوبلله. دغه ډول دامريکادمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيري مېرمن رایس هم پدې خبري غونډه کي څرګنده کړې چي: دعمل په وړاندي د عکس ا لعمل دښودلو اصولوته بايد دوام ورکړل سي.

دآلمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير دې خبري ته ګوته نيولې ده چي، شمالي کوريا ددې ډير ښه مثال دی چي، نړيوال فشارونه، داوږ دې مودې په ترڅ کي بريالي وي، اواحتمال لري چي ايران ته هم سرايت وکړي. دتوضيحاتو په لنډيز کي راغلي دي چي،دايران ديورانيومو دغني کولود پروګرام دخطر په برخه کي دوی ډيره اندېښنه لري خوسره له هغه هم دوی غواړي چي د رغونکو خبرو اترو او د زياتيدونکي فشار دوې اړخيزي ستراتيژۍ ته دوام ورکړي.

د صهعتي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د کيوتو په غونډه کي
د صهعتي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د کيوتو په غونډه کيانځور: AP

همدا دپنجشنبې په ورځ داووصنعتي هيوادونو اوروسيې دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کي دافغانستان په اړه هم يو لړ توضيحات تصويب سول چي په هغه کي مهمو صنعتي هيوادونو په دې جګړه ځپلي هيواد کي داوږدې مودې فعالتونوپه اړه هوکړه کړې ده. اودزمبابوي د جمهوري رياست دننيودويم ځل ټاکنو په اړه د بهرنيو چارو وزيرانودڅرګندونو په ترڅ کي هغه غيري آزادي، او غيري منصفانه بللي، اوويلي يې دي چي دا ټاکني ددوی داندېښنې باعث کيږي.

دجاپان دبهرنيو چارو وزير کو مورا ويلي دي: داوو مهمو صنعتي هيوادونو او دروسیې د بهرنيو چارو دوزيرانو پدې دوه ورځنۍ غونډه کي پر ډيرو موضوعګانو باندي خبري سوي دي. اودتوضيحاتو دالنډيز دنژدې ختيځ د مسلې څخه نيولې دايران ، عراق، دناګورنی کاراباغ اوپه نړيواله توګه تنظيم سویوجنايتونو پوري رسېدل. خود آلمان ، فرانسې،انګلستان ايټاليې، جاپان ،کاناډا او دروسيې دبهرنیو چارو له وزيرانوسره دامريکا دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو دوزيري خبري اتري لږ ترلږه دغونډي په دوهمه ورځ دشمالي کورياپه هکله وې.

دپنجشنبې په ورځ شمالي کوريادخپل اټومي پروګرام په هکله توضيحات خپاره کړل اودهغه په مقابل کي دامريکا دمتحده ايالتونو جمهور رييس بوش دهغو هيوادونوله ليست څخه چي دترور ملاتړ کوي دشمالي کوريا دنامه دوهلو دجريان دپيل کولو هدايت ورکړی دی. خوجاپان تراوسه له شمالي کورياڅخه دخپلو وطنوالو دتښتولو په هکله معلومات غواړي. ورسته له هغه جاپان کولای سي چي لدې زورواکه هيوادسره خپلي اړيکي عادي کړي.