1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G-20 په راتلونکي سرمشريزه غونډه کي به څه پريکړي وسي

۱۳۸۸ مهر ۲, پنجشنبه

کله چې د تېر کال د نوومبر د مياشتې په نيمايي کې د G-20 هېوادونو مشران په واشنگټن کې سره جرگه شول، نو خبره ټوله پر دې باندې وه،چي په نړيوال مالي بازار کې د گډوډۍ مخه څه ډول ونيول شي...

https://p.dw.com/p/Jo02
په پيتس بورګ کي د G-20 هيوادونو د مشرانو غونډي ته تياری
په پيتس بورګ کي د G-20 هيوادونو د مشرانو غونډي ته تياریانځور: DW

په دې منظور د هغه بحران د قابو کونې په منظور يو د څلوېښتو تدبيرونو پلان جوړ شو. له هغه نه پنځه مياشتې وروسته د 2009 ميلادي کال د اپريل په مياشت کې بيا په لندن کې سره کښېناستل. دا هغه مهال وو چې اقتصادي رکود نړۍ لاندې کړې وه. د هغه په مقابل کې د شلو هېوادونو د 1100 ملياردو ډالرو يوه پانگه په دوران کې واچوله، تر څو له بې وزله هېوادونو څخه په هغه سخت حالت کې ملاتړ وکوي او نړيواله سوداگري بېرته په خوځښت راولي. په دې اړوند د انگلستان لومړي وزير گوردون براون وويل:

«نن هغه ورځ ده، چې نړيوال پکې راټوليږي، تر څو په شريکه سره نړيوال رکود په شا وتمبوي. نه يواځې په خبرو سره، بلکه د نړيوال بېرته رغېدنې او سمښت د پاره له يوه عامل پلان سره.»

هو دا خبره هغه وخت د انگلستان لومړي وزير د لندن سرمشريزې غونډې ته وکوله. مگر د هغه پلان او مهال ويش عملي کېدنه لږ څه گرانه ښکاره شوه. او دا بيا ځکه چې بانکونه له دولتي پيسو سره په ملياردو گټې لاس ته وروړي او لوړ امتيازونه او گټې ورکول کيږي. په دې اړوند يوه څېړنه کې ټول په يوه نظر دي چې: اضافه امتيازونه يا اړوښتې گټې له غلطو او لنډ مهاله هڅوونو څخه رامنځ ته شوې او د بحران اصلي علتونه جوړوي. د سويډن د ماليې وزير اندرس بورگ په دې ارتباط څرگندوي:

«موږ بايد د اضافي گټې دا لېونتوب بس کړو. بانکونه د 1999 کال غوندې جشنونه نيسې، په داسې حال کې چې اوس 2009 کال دئ. په پتربورگ کې بايد نور د اړوښتې گټې لوبه پای ته ورسول شي.»

اورپايان هم اوس په هم دې خيال دي - او په پتزبورگ کې به شريکه رايه ورکوي.

«دا بې قيداوشرطه گټې ورکونې، دا بې مسئوليته معامله نه ښايي چې بيا له سره ونيول شي، اجازه نه لري بيا وغوړيږي.»

دا خبره د فرانسې مشر نيکولاس سرکوزي تېره اونۍ د اورپايي ټولنې له يوې سرمشريزه غونډې نه وروسته وکوله. خو وبه گورو چې آيا په پتزبورگ کې دا کار پای ته رسول کېدلی شي او که څنگه. ځکه د امريکې مشر بارک اوباما له Wall Street څخه تر سخت فشار لاندې دئ؛ هلته د دولت د لاس وهنې پرضد سخته مبارزه روانه ده. مگر، د اوباما له قوله:

«پرته له اصلاحاتو او سمښتونو څخه به بانکونه بېرته خپل پخواني چال چلند ته مخه کوي. ممکن له هغه نه لا بدتره شي، ځکه دوی به ډاډه وي، چې حکومت ورڅخه ملاتړ کوي او ژغوري يې، نو له دې مخې به لا خطرناکو معاملو ته لاس اچوي.»

Böhme, Henrik/محمدعارف وردګ

کتونکی. زيارمل