1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۰۴ کلن ساینسپوه د مرګ غوښتنه ومنل شوه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د نباتاتو او چاپیریال پیژندنې د وتلي نړیوالي څیرې، ډاکټر ګوډال د مرګ غوښتنه ومنل شوه او بالاخره د می میاشتي پر ۱۰ نیټه د سویس په یوه ښار کې په ابدي خوب ویده شو. له نوموړي سره د ځان وژني په برخه کې یوه کلینیک مرسته کړې.

https://p.dw.com/p/2xWm6
David Goodall Sterbehilfe Schweiz
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Keaten

د سویس په بازل ښار کې د لایف سرکل په نامه د یوه روغتیايي کلینیک د چارواکو په حواله، تر یوې پیړۍ د ډیر عمر لرونکي او د نباتاتو او چاپیریال د برخې بریتانوی سایسنپوه ډاکټر ډیویډ ګوډال په ډیر ښه او آرامه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. کله چې هغه ته د ژوند د ختمولو پیچکارۍ وشوه، نو په دې وخت کې د وتلي آلماني هنرمند بیتهوفن موسیقي غږول کیده. هغه به تل د بیتهوفن موسیقۍ اورېدله.

د ډاکټر ګوډال پخپله خوښه مرګ د غوښتنې پرمهال د هغه بستر ته څیرمه یې څلور لمسيان او یو ملګری هم موجود ول. هغه تر مرګ مخکې د پنجشنبې په ورځ په خپل هوټل کې د وروستي ځل له پاره د خپلې خوښې خواړه «ماهی او چپس» وخوړل.

David Goodall Sterbehilfe Schweiz
انځور: picture alliance/AP Photo/Keystone/G. Kefalas

گوډال ته پخپله خوښه د مرګ د تابیا نيولو په برخه کې د ایګزت انترنیشنل په نامه فعاليت کوونکې نادولتي سازمان مشر فلپ نیټشکي د می میاشتې پر ۱۰ نیټه د ماسپښین پر ۱۲ بجو د هغه د مرګ پخلی وکړ. نیټشکلي د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم وویل چې ډاکټر ګوډال له طبیعي مرګ څخه وړاندي پخپله خوښه د مرګ په هکله ډيرو پوښتونو ته ځوابونه او دلایل وړاندي کړي ول.

له رسنیو سره د خبرو پرمهال د ایګزټ انټرنیشنل مشر فلپ نیټشکي، وویل چې هغه وخت چې ډاکټر ګوډال ته د ژوند د پای ته رسولو پیچکارۍ ورکړل شوه، نو ابدي خوب ته هغه له ۳۰ تر۴۰ ثانیو پورې وخت درلود. د نوموړي په حواله ډاکټر ګوډال په دغو څو محدودو ثانیو کې یوازي دومره وویل: «څومره له عذابه ډک انتظار دی.» دغه څه د نوموړي له خولې وتلي وروستي کلمات دي او تر دې خبري وروسته نوموړی بیا د څو ثانیو په ترڅ کې په ابدي خوب له دې نړۍ سترګې پټې کړې. په عین وخت کې ډاکټر ګوډال د هر ډول مذهبي مراسمو د نه ترسره کولو وصیت کړی وو.

David Goodall
انځور: picture-alliance/dpa/S. Moore

سویس ته د انتقال او پخپله خوښه د هغه د مرګ د غوښتنې د پوره کولو له پاره د ایګزټ انټرنیشنل په نامه دغه نادولتي سازمان له خلکو د پیسو په شکل ځینې مرستې هم ټولې کړې وې.

د یادولو وړ ده چې پخپله خوښ د مرګ تر پریکړي مخکې ډاکټر ګوډال اړ وو چې د خپلې پریکړې له پاره ځيني اسناد هم لاسلیک کړي. سربیره پر دې نوموړي ته تر مرګ مخکي له رواني ډاکټر سره د خبرو سهولت هم ورکړل شوی وو.

زموږ له آرشیف څخه: