1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان پولیسو په یوې لارۍ کې ۸۰ پناه غوښتونکي موندلي

۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبه

د یونان زانتي ښار ته څیرمه پر یوه عمومي لویه لار د دوشنبې په ورځ د کنترول پر مهال پولیسو په یوې بار وړونکي لارۍ کې تر۸۰ زیات پناه غوښتونکي موندلي دي.

https://p.dw.com/p/3SR8X
Blockade der bulgarisch-griechischen Grenze
انځور: BGNES

د زانتي نیوز، انټرنټ پاڼې د معلوماتې له مخې په بار وړونکي لارۍ کې تر ۸۰ زیات انسانان موندل شوي دي. زیاته شوې ده کله چې د بار وړونکي لارۍ دروازې پرانیستل شوې نو ځینو کسانو تنفسي ستونزې لرلې. ویل شوي دي چې د زیاتره کسانو عمرونه د ۲۰ او ۳۰ کلونو تر منځ دي.

د دغو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي، خو یوناني رسنۍ داسې اټکل کوي چې دغو کسانو دې له ترکیې څخه په غیر قانوني ډول سفر کړی وي.

د یونان پولیس تل انساني قاچاق وړونکي نیسي، چې د کوچنیو مني بسونو یا بار وړونکو لاریو په واسطه د یونان او ترکیې له سرحدي سیمې ایوروس څخه پناه غوښتونکي یونان ته لیږدوي.

کابو دوې اوونۍ تر مخه په بریتانیا کې یوه غمیزه رامنځ ته شوې وه او په ایسکس سیمه کې په یوه یخچال لرونکي لارۍ کې د ۳۹ کسانو جسدونه موندل شوي وو. ویل شوي وو چې دغه کسان له ویتنام څخه احتمالا قاچاق شوي پناه غوښتونکي ول.

sr/ms (dpa)