1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان د لیزبوس د ټاپو په کمپونو کې د کډوالو خراب وضعیت

۱۳۹۴ تیر ۲۲, دوشنبه

هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کډوال د لیزبوس ټاپو ته رسیږي. یونان چې په اقتصادي توگه له رکود سره مخامخ دی له دغو کډوالو سره د مرستې توان نه لري. یونان ته دغه تازه داخل شوې کډوال شخصي مرستو پورې تړلي دي.

https://p.dw.com/p/1Fxg2
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

په دې ورځو کې په زرهاو کډوال د یونان ختیځ ټاپو اگیز ته رسیږي. اکثره د دغو کډوالو په کورنۍ جگړه کې له ښکیل هیواد سوریې څخه دلته مهاجر شوې دي. تیره اوونۍ یوازی د لیزبوس ټاپو ته ۹۰۰۰ کډوال رسیدلي دي.

د دغو کډوالو لویه برخه د شمال ساحل له لاری دغه ټاپو ته ځان رسوي، هغه باریکه تنگه چې له ترکیې څخه شاوخوا لس کیلومتره لیرې پرته ده. په عادي حالت کې هره ورځ وختي کډوال دغې سیمې ته داخلیږي. په هر کښتۍ کې تر ۳۰ تنو پورې کډوال سپاره وي.

ډیر شمیر دغه کشتې په سمندر کې د سفر کولو له پاره مناسب نه دي او نه شي کولی چې خپلې سپرلې د ساحل تر مطمئنو ساحو پوری ورسوي. یو شمیر نور بیا د سمندري گارد یا څارنکو له خوا نیول کیږي. دوی د کډوالو د مخ په ډیریدونکي شمیر له امله له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دي.

هغه کډوال چې د دغو کشتیو په وسیله ځان ساحل ته رسوي د مولیوس سیمې پر لور مخه کوي. مولیوس چې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه اوسیدونکي لري د لیزبوس په ټاپو کې د سیلانیانو پلازمینه بلل کیږي.

شخصي ملاتړ کونکې ډلې

مېلندا میکروستي د مولیوس په بندر کې د یوه رستورانت مالکه ده. نوموړې له سیمه ییزو کډوالو سره مرسته کوي. میکراوستي له نورو سره یوځای نوو راغلو کډوالو ته خوراکي توکي، جامې او نور د اړتیا وړ شیان برابروي. په دغو مرستو کې ډیر ساده توکي لکه موقتي سرپنا چې دوی وکولی شي د لمر له شدیدو وړانگو څخه وژغوري هم شامل دي.

د هغو سیلانیانو په شمیر کې په پرله پسې ډول زیاتوالې راځي چې غواړي له کډوالو سره مرسته وکړي. میکروستي وایې: «دلته هره ورځ محتاجه انسانان راځي. له نیکه مرغه سیلانیان زموږ ملاتړ کوي.»

میکروستي او له هغې سره همکاره نور فعالان د فیسبوک له لاری د "Help For Refugees" یا (د کډالو له پاره مرستې) ترعنوان لاندی گډوالو ته د مرستو د راټولولو له پاره تبلیغ کوي.

له بسپنه ورکونکو څخه غوښتنه شوې چې بوټان، د ماشومانو جامې، شیدې او نور هغه خوراکي توکي چې ژر نه خرابیږي د دوی له طریقه کډوالو ته ورسوي.

بریتانوي اریک کیمپزون چې د ۱۵ کلونو راهیسې په مولیوس کې ژوند کوي له خپلې ښځې او لور سره یوځای د څو میاشتو راپه دیخوا د یوتیوب له لاری په منظم ډول د سیمې د پيښو په هکله معلومات وړاندی کوي. هغه هم د کډوالو د ملاتړ کوونکو او هم مخالفینو په هکله رپوټ ورکوي.

د شپې له خوا تگ راتگ

کیمپزون وایې: «موږ په پرله پسې ډول اورو چې یو څه تغیرات رامنځته کیږي خو په واقعیت کې هیڅ بدلون نه رامنځته کیږي. نه هم حکومت او نه هم ملگري ملتونه په دې برخه کې کوم گام پورته کوي.»

په همدې منځ کې د ایټالیې په پرتله یونان ته ډیر کډوال رسیږي. د یو کال په موده کې د کډوالو شمیر له نیمایې څخه هم ډیر شوې دی. کیمپزون هره ورځ میکروسټي ته د نورو راتلونکو کډوالو په هکله معلومات استوي او میکروسټي د دغو معلوماتو پر بنسټ مرستې همغږې کوي.

مولیوس چې د مساحت له پلوه یوه کوچنۍ ساحه ده په کافي اندازه د کډوالو د ځای پر ځای کولو او د دوی ستونزو ته د رسیدگۍ گنجایش نه لري. له همدې امله ډیر شمیر کډوال د دغه ټاپو مرکز «میتیلیني» ته ورځي. ډیر شمیر کډوال د گرمې هوا له کبله چې ډير وختونه د سانتي گرائت ۳۵ درجو ته رسیږي د شپې له خوا له یوې سیمې څخه بلې ته ځي.

دغه کډوال اجازه نه لري چې له ټکسي یا شخصي موټرو څخه استفاده وکړي ځکه د یونان قانون له یو ځای څخه بل ځای ته د کډوالو انتقال غیرقانوني او له انساني قاچاق څخه ملاتړ بولي.

د کډوالو لویه برخه د سوریې مهاجر دي

ملگرو ملتونو د یوه انساني ناورین څخه د مخنیوي له پاره له اروپایې هیوادونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې. له روان میلادي کال را په دیخوا ۷۷ زره انسانان د سمندر له لاری یونان ته ورغلي چې نږدې ۶۰ سلنه یې سوریایي کډوال دي.

له کدوالو سره د ملگرو ملتونو د مرستې سازمان ویاند ویلیم شپیندلر وایې: «د کډوالو په شمیر کې بې اندازې زیاتوالې کیدای شي یو بیړنۍ حالت رامنځته کړي. دا هم په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې یونان په اقتصادي لحاظ په داسې یو وضعیت کې قرار نه لري چې د دغو کډوالو ستونزو ته رسیدگي وکولی شي.»

د یونان مالي کړکیچ او همدارنگه د نړیوالو مرستو نه موجودیت د دې سبب شوې دی چې کډوال باید پخپله خپلو ستونزو ته د حل لاره ولټوي. په اوس وخت کې یوازې د سیمې د اوسیدونکو او سیلانیانو مرستې دي چې کډوال کولې شي پرې حساب وکړي.