1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یرغمل شوو وگړو د ازادۍ په موخه د هڅو پیل

۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبه

چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې هغه وسلوال کسانو چې د بدخشان ولایت څخه د دوه بهرنیو ښځینه ډاکترانو په گډون د یوې مرستندویه مؤسسې پنځه کارکوونکې یرغمل کړی ول د هغوی د آزادي په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/151fd
انځور: AP

د پولیسو او ولایتي چارواکو په خبره دغه وګړي د بدخشان ولایت د یفتل بالا په ولسوالۍ کې د نا ‎پیژندل شوو کسانو له خوا یرغمل نیول شوي دي. دغه بهرني وکړي هغه وخت یرغمل شوي دي چې د یوان په ولسوالۍ کې له یوه کلینیک څخه تر لیدنې وروسته د فیض آباد په لور روان ول. په دې سیمه کې سړک د سیلابونو له کبله خراب شوی وو نو له همدې کبله دغو کسانو پر خرو باندې سفر کاوه.

د بدخشان ولایت د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي سخي داد حیدري، ویلي دي: «پنځه واړ کسان د شهرې بزرگ غرنۍ ولسوالۍ ته بیول شوي دي او په هماغه ځای کې ساتل کیږي.»

د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړې ده: «موږ د یرغمل نیول شوو کسانو پټنځای موندلی دئ او له یرغمل نیوونکو سره په خبرو اترو اخته یو خو لا تر اوسه پورې کومې پایلې ته نه یو رسیدلي.»

په افغانستان کې کله نا کله بهرني وگړي یرغمل نیول کیږي او د هغوی د ازادیدو په مقابل کې د پیسو غوښتنه کیږي. په ۲۰۱۰ کال کې وسلوالو کسانو د بدخشان په ولایت کې د یوې مرستندویه مؤسسې لس بهرني کارکوونکي یرغمل کړي ول.

په بدخشان ولایت کې د یاغیانو فعالیتونه ډیر محسوس نه دي خو یو شمیر جنایت کاره ډلې پکښې فعالیت لري. حیدري ویلي دي چې ښایي یرغمل نیوونکي له ترهگرو ډلو سره ارتباط و نه لري: «زه فکر نه کوم چې هغوی د له طالبانو او یاهم نورو افراطی ډلو سره تړاو ولري.»

تر دې مخکې د افغانستان په شمال کې د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي، ویلي وو: «هغوی پر خرو باندې سفر کاوه. دوه بهرني مرستندویه کارکوونکي او د هغوی ژباړونکی د ناپیژندل شوو کسانو له خوا یرغمل نیول شوي دي.»

ناټو ویلي دي چې د پېښې په اړه معلومات په لاس کې نه لري. په بدخشان ولایت کې مرستندویه مؤسسو د پېښې د حساسیت له کبله په دې اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم