1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گمرکي مامورینو له پاره اکاډمي پرانیستل شوه

سید ریاض۱۳۹۲ آبان ۱, چهارشنبه

د امریکا په مالي مرسته د گمرکونو د مامورینو له پاره جوړه شوي اکاډمي پرانیستل شوه. په عین وخت کې د افغانستان د گمرکونو عمومي رئیس وایي چې د تیر کال په پرتله سږ کال په سوداگرۍ کې له ۸ څخه تر ۹ سلنه کموالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1A4zO
انځور: DW

د مالیې وزارت د گمرکونو عمومي رئیس ډاکټر نجیب وردگ، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل: «د دغه اکاډمي پر جوړیدو باندې دوه میلیونه امریکايي ډالره لگښت راغلی دی چې متحده ایالاتو له لوري تمویل شوی.» د هغه په وینا پر دې سربیره د اروپایي ټولنې له خوا د شاوخوا څلورو میلیونو ډالرو په مالي مرسته په دغه اکاډمۍ کې نور تأسیسات هم جوړیږي.

دغه اکاډمي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۳مه) نیټه په رسمي توگه پرانیستل شوه. په دغو مراسمو کې د افغانستان د مالیې وزیر، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا هیوادونو پر سفیرانو سربیره یو شمیر نورو افغاني چارواکو هم گډون درلود.

ښاغلي وردگ په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په دغه اکاډمي کې چې څوک زده کړې کوي هغه باید په گمرکونو کې له ټولو اصولو، مقرارتو او مسائلو سره آشنایي ولري.» د وردگ په خبره په اوسني وخت کې دوی دوه میاشتني کورسونه لري او په هره دوره کې پنځوس تنه ښځینه او نارینه گمرکي مامورین د مرکز په شمول د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو څخه په دغو کورسونو کې برخه اخلي او زده کړې کوي. وردگ وویل چې دوی پلان لري چې د کورسونو وخت او همداشان د کورسونو د گډون کوونکو شمیر په راتلونکې کې زیات کړي.

د وردگ د وینا له مخې د مامورینو د روزنې لړۍ له ۲۰۱۰م کال راهیسې پیل شوې ده خو تر دې دمخه د اکاډمي ودانۍ نه وه او د مخدره توکو سره د مبارزې ضد اکاډمۍ په انگړ کې به دغه کورسونه پر مخ بیول کیدل. د هغه په وینا تر اوسه ۸۰۰ تنه مامورینو ته زده کړې ورکړل شوي دي.

وردگ په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په دغه اکاډمۍ کې زیاتره روزنکي افغانان دي چې د گمرکونو د نړیوال سازمان WCO له لوري روزل شوي دي. پر دې سربیره یو شمیر بهرني استادان هم په دغه کورسونو کې زده کړې ورکوي.»

ښاغلي وردگ دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې په راتلونکي وخت کې دوی پلان لري، چې په گمرکونو یوازې هغه مامورین کار وکړي چې په اکاډمۍ کې یې زده کړې وي. د هغه په وینا په پلان کې لري چې مامورین دلته د یوه کال له پاره زده کړې وکړي او د یوه مسلکي مامور په توگه ټولنې ته وړاندې کړای شي.

د افغانستان د عمومي عوایدو ۴۸ سلنه گمرات پوره کوي

د افغانستان د مالیې وزارت د گمرکونو عمومي رئیس ډاکټر نجیب وردگ وایي چې د تیر کال پرتله سږ کال په تجارت کې د ۸ څخه تر ۹ سلنه کموالی راغلی دی. د هغه په وینا په تیرو دوو کلونو کې د گمرکونو عاید د افغانستان د ملي عوایدو ۴۸ سلنه جوړوي.

د مالیې وزارت د گمرکونو عمومي رئیس د معلوماتو له مخې «تیر کال د ۴۵ میلیارده افغانیو په شاوخوا کې گمرکي عواید راټول شوي دي.» د هغه په وینا سږ کال دوی ته د ۵۴ میلیارده افغانیو عوایدو راټولو هدف ټاکل شوی دی.

په ټول افغانستان کې ۱۷ واړه او لوی ګمرکونه فعال دي. پر دې سربیره په هوایي ډگرونو کې هم گمرکونه شته. د نجیب وردگ په وینا هغه ارقام چې دوی یې په لاس کې لري سږ کال په سوداگرۍ کې کابو نهه سلنه کموالی ښيي.

وردګ دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو هم پر گمرکي عوایدو او تجارت باندې منفي اغیز پریښې دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب