1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ته د سرو زرو کمود د ورکولو وړانديز

۱۳۹۶ بهمن ۷, شنبه

ترمپ لیوالتیا درلوده چې د سپينې ماڼۍ د ښکلاء له پاره د ګوګنهایم له موزيم څخه د وان ګوخ یوه تابلو د امانت په ډول واخلي، خو د مزیم مسئولینو ویلي چې د لیوالتیا په صورت کې کولی شي د سرو زرو کمود ورته په سپنې ماڼۍ کې نصب کړي.

https://p.dw.com/p/2rbs2
USA Guggenheim Museum - Toilette America aus Gold von Maurizio Cattelan
انځور: picture-alliance/dpa/C. Horsten

دا خبر په پيل کې واشنګټن پوست خپور کړ او لږ وخت لا تیر شوی نه وو چې د ډیرو رسنیو له پاره پر یوه جنجالي خبر بدل شو، لکه په دې ډول: د ترامپ او لومړۍ میرمنې د استفادې په خاطر په سپینه ماڼۍ کې «د سرو زرو کمود» د نصبولو له پاره د ګوګنهایم موزیم امادګي.

ترمپ لیوال وو چې د سپيڼې ماڼۍ د یوه سالون د ښکلاء له پاره د ګوګنهایم له موزيم څخه د وان ګوخ یوه تابلو د امانت په توګه ترلاسه کړي. خبره د دغه مشهور نقاش د یوې «واورينې منظرې» پر سر وه.

د موزیم مسئولینو تر بررسۍ وروسته اعلان وکړ چې داسې یو کار ممکن نه دی خو په عین وخت کې یې زیاته کړه چې که سپينه ماڼۍ وغواړي کولی شي نسبتاُ د یوې اوږدې مودې له پاره ورته د سرو زرو کمود په سپينه ماڼۍ کې نصب کړي.

د امریکا په نوم «د زرو کمود»

د دغه طلایې کمود نوم هم امریکا دی. هغه نوم چې کیدای شي د امریکا د ولسمشر یو له شعارونو سره چې وایې „Make the America great again" یا راځئ چې امریکا یو وار بیا لویه کړو، یوه ځانګړې معنی ترلاسه کړي.

دا کمود یا توالت چې د یوه ایټالوي هنرمند موریزو کاتلان یو هنري اثر دی د ۱۸ عیاره سرو زرو څخه جوړ شوی چې د یو میلیون ډالرو معادل ارزښت لري.

د دغه هنري اثر د جوړولو هدف له یوې خوا د شتمنو ښلاء پرستۍ په مسخرو نیول دي او له بلې خوا پر هنري آثارو د کتونکي فرهنګي انتقاد وو.

سپينې ماڼۍ ته د ګوګنهایم د موزیم د مسئول په لیک کې راغلي دي: «البته دغه هنري اثر ډیر ارزښتمند او ژر ماتېدونکی دی. خو موږ له دې سره د هغه د نصبولو او پاکۍ په اړه لازم توضیحات هم وړاندې کوو.»

تر اوسه پورې ترمپ د ګوګنهایم موزیم د دې وړاندیز ځواب نه دی ورکړی. د یادونې وړ دی چې ترمپ د لوکسو جامو او شیانو سره ډیره لیوالتیا لري. په ترمپ برج کې د هغه اپارتمانونه له سرو زرو او طلاء سره د هغه پر لیوالتیا دلالت کوي. ترمپ حتی په سپيڼې ماڼۍ کې هم له طلایې ډوله پردو څخه استفاده کړې ده.

د آلمان د «ټاک شاو» خبري انټرنټ پاڼې د دې خبر د خپرولو تر څنګ پوښتنه کړې چې آیا د ګوګنهام د موزیم دغه وړاندیز د ترمپ د وروستیو څرګندونو سره کوم ارتباط لري او که څنګه؟

ترمپ په دې وروستیو کې هایټي، السالوادور او افریقایې هیوادونه د ګندګیو کوهي بللي وو.