1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګولدن ګلوب فلمي جايزې ووېشل سوې

۱۳۹۲ دی ۲۳, دوشنبه

سږکال د «گولدن گلوب» جایزو د کال د غوره فلم جايزه «۱۲کاله د یوه غلام په توگه» فلم ته ورکړل شوې ده. د دې فلم تر څنگ «امریکايي زور» فلم هم ډېري جایزې ګتلي دي.

https://p.dw.com/p/1ApbZ
انځور: Reuters

د گولدن گلوب په جایزو کې ډرامه یې او غیر ډرامه یې فلمونه په جلا کتگوریو کې جایزي اخيستي وې. له همدې کبله د کال دوه ښه فلمونه ۱۲ کاله د یوه غلام په توگه «12 Years a Slave» او امریکايي زور «American Hustle» په ډیرو برخو کې يو له بل سره مخامخ نه شول.

دغه دواړه فلمونه په ډیرو برخو کې نومول شوي ول. امریکايي زور فلم په کومېډي برخه کې د جایزو له پاره کاندید شوی وو او ۱۲ کاله د یوه غلام په توگه فلم بیا د ډرامې په توگه د گولدن گلوب جایزو له پاره نومول شوی وو.

د ډرامې په کتگورۍ کې بل نومول شوی مهم فلم جاذبه قوه یا «Gravity» وو. خو په پای کې بیا د غوره فلم جایزه ۱۲ کاله د یوه غلام په توگه فلم وګټله.

که څه هم د «جاذبه قوه» فلم د کال د غوره فلم جایزه خپله نه کړه، خو د دغه فلم ډایرکټر، د کال د غوره فلم جوړونکي جایزه ترلاسه کړه. دا فلم د مکسیکويي فلم جوړونکي الفونسو کاورون، له خوا جوړ شوی دی.

د کال غوره فلمي لوبغاړي

په کومېډي فلمونو کې د غوره لوبغاړي جایزه ایمي ادمس، ته ورکړل شوه. دغي لوبغاړي په «امریکايي زور» فلم کې رول لوبولی دی. په غیر ډرامه يي کټگورۍ کې بیا د کال د غوره لوبغاړي جایزه روینالدو دیکاپرو، ته ورکړل شوه. هغه د «والستریت لیوه» په فلم کې مرکزي نقش لوبولی دی.

د ډرامه یي فلمونو په کټگورۍ کې د کال د غوره لوبغاړي جایزه متیو مک کونارجي، ته د «د دالاس مشتریانو» فلم له کبله ورکړه شوه. په همدې کټگورۍ کې د کال د غوره لوبغاړي جایزه کیت بلنکیت، ته د «ابي یاسمین» فلم په خاطر ورکړه شوه.

ایټالوي فلم وستایل شو

د فلم د دوهم نقش له پاره د کال د غوره لوبغاړي جایزه د «امریکايي زور» فلم لوبغاړي جینفیر لاورینس، ته ورکړل شوه. په همدې حال کې بیا د دوهم نقش د غوره لوبغاړي جایزه د «د دالاس مشتریانو» لوبغاړي جیراد لیوتو ته ورکړل شوه.

د کال د غوره بهرني فلم جایزه ایټالوي «بې انتها ښایست» فلم ته ورکړه شوه. په عین حال کې بيا د کال د غوره تلویزیوني سریال جایزه «Breaking Bad» ته ورکړه شوه.