1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کیمیاوي وسلو له منځه وړل، د سوریې د کړکیچ حل لاره»

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۲۵, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د وسلو پخوانی څیړونکی رالف ایکیوس، وايي چې په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو په اړه د ملگرو ملتونو په خپریدونکي رپوټ کې به ډیر قوي شواهد موجود نه وي.

https://p.dw.com/p/19iB7
انځور: Reuters

پلان شوې ده چې د ملگرو ملتونو څیړونکې ډله به د دوشنبې په ورځ په سوريه کې د روان کال د اگست مياشتي پر ۲۱ نیټه د کیمیاوي وسلو د احتمالي کاریدو په اړه خپل رپوټ د دغه سازمان مشر بان کي مون، ته وړاندي کړي. خو د عراق له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړی کمېسیون پخوانی مشر رالف ایکیوس، وايي چې که څه هم کيدای شي دغه رپوټ د برید پړه پر یوه مشخص اړخ وا نه چوي خو ښايي په رپوټ کې دومره معلومات ورکړل شي چې سړی وشي کولای په دې اړه پریکړه وکړي چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د احتمالي برید تر شا د کومې ډلې لاس وو.

هغه وايي: «د هغه [د ملگرو ملتونو د څیړونکې ډلې د مشر] دنده د لویو مسایلو څیړل نه ول. هغه دا دنده نه لرله چې په دې خبره ځان پوه کړی چې د سوریې د کیمیاوي وسلو برید کومې ډلې ترسره کړی دی. د هغوی دنده دا وه چې روښانه کړي چې آیا په سوريه کې د کیمیاوي وسلو برید تر سره شوی دی او که نه.»

امریکا متحده ایالات او یو شمیر متحدین یې په سوريه کې د اسد پر رژیم باندې تور لگوي چې د روان کال د اگست میاشتې پر ۲۱ نیټه یې دمشق ته نزدې کیمیاوي وسلې کارولې دي. امریکايي استخبارتي ادارو پخپل رپوټونو کې د دغه برید د مرگ ژوبلې کچه نزدې ۱۴۰۰ تنه ښوولې ده. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د رژیم مشر بشار الاسد، د دغو وسلو د کارونې پړه نه مني او وایي چې دغه وسلې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو په مرسته د پاڅونکوونکو له خوا کارول شوې دي.

ایکیوس اوس په ستاکهلم کې د سولې د نړیوالو څېړنو انستیتیوت مشر دی. هغه وایي چې که د ملگرو ملتونو له خوا په وړاندي شوي رپوټ کې په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د احتمالي برید او د هغه د عاملینو په اړه کافي معلومات نه وي راغلي، نو د دغه کړکیچ په اړه به په نړیوالو دریځونو او د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ په اختلافاتو کې ښايي کوم بدلون رامنځ ته نه شي.

د ملګرو ملتونو د وسلو پخوانی څیړونکی رالف ایکیوس،
د ملګرو ملتونو د وسلو پخوانی څیړونکی رالف ایکیوسانځور: Imago

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په سوريه کې د کیمیاوي وسلو کاریدنه، تر «سرې کرښې» د اوښتو په معنی گڼلې وه. اوباما گواښ کړی وو، چې په هغه صورت کې به پر سوریې باندې «محدود پوځي برید وکړي» چې د اسد له خوا د کیمیاوي وسلو د کاریدو تورونه ثابت شي. خو وروسته کله چې امریکایي استخباراتي سازمانونو په سوريه کې د اگست د ۲۱ نېټې د برید پړه پر اسد واچوله، او نړیوال په دې اند ول چې اوس به اوباما پر سوریې باندې د برید امر وکړي، هغه دغه پریکړه د خپل هیواد کانگریس ته وسپارله او په دې ترتیب سره پر سوریې باندي یو احتمالي برید هم وځنډید.

پر سوریې باندې د یوه احتمالي امریکایي برید په اړه خبري هغه وخت لا پسې سړې شوې چې روسیې امریکا متحده ایالاتو ته وړاندیز وکړ چې د سوریې د کیمیاوي وسلو کنترول دي نړیوالې ټولنې ته انتقال شي. سوریې هم دغه وړاندیز سمدستي ومانه او په دې ترتیب سره اوس نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د سوریې کیمیاوي وسلې له منځه یوسي. رالف ایکیوس دغه پرمختگ ډیر گټور گڼي او وایي چې د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړل په اوسني حال کې تر ټولو ښه کار دی. هغه وویل: «زه فکر کوم چې تر ټولو ښه کار د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړل دي. دا کار باید وشي، پرته له دې چې په دې اړه فکر وشي چې د سوریې د کیمیاوي بریدونو تر شا څوک وو. خو لکه څرنگه چې ما مخکې وویل چې ډیر کسان پوهیږي چې دغه برید د سوریې رژیم ترسره کړی دی.»

روسیې تل د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې رژیم پر ضد د پریکړه لیکونو مخه نیولې ده. دغه هیواد پر سوریې باندې د یوه امریکايي برید سخت مخالفت هم کړی دی او ویلي یې دي چې دغه شان يو برید به ډیر سخت عواقب ولري.

رالف ایکیوس وایي چې نړیواله ټولنه باید سوریې ته دغه خبره روښانه کړي چې که د خپلو کیمیاوي وسلو په له منځه وړلو کې له نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توگه همکاري و نه کړي، نو دا کار به سخت عواقب ولري. هغه ټینگار کوي چې د سوریې اوسنی وضعیت د عراق له وضعې سره ډیر توپیر لري. د هغه په خبره عراق هیڅکله هم پخپله له نړیوالې ټولنې څخه نه وو غوښتي چې د دغه هیواد د کیمیاوي وسلو کنترول دې نړیوالې ټولنې ته وسپارل شي، دا په داسې حال کې ده چې سوریې دغه کار ته غاړه ایښې ده.