1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو له پاره په آلمان کې د کار شرایط څرنګه دي؟

۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبه

په آلمان کې پناه غوښتونکي کولای شي د کار له پاره خپلې عریضې ورکړي خو دا کار یوازې په هغه صورت کې کیدای شی چې هغوي په کافي اندازه انتظار ایستلی وي او ځینې شرایط یې پوره کړي وي.

https://p.dw.com/p/1GeNb
انځور: picture-alliance/dpa/F. Zahn

په آلمان کې د کډوالو د کار موضوع یو څه مغلقه ده. آلمان ته له رسیدو سره، تر درې میاشتو پورې کډوال د کار کولو اجازه نه لري. تر دې وروسته هغوی کار ته د خپلو عریضو ورکولو اجازه لري. خو په دې برخه کې محدودیتونه شته: لکه د لوېديځ بالکان هيوادونو له پاره چي «امن هيوادونه» بلل شوي، هغوی د پناه غوښتني دوسيې د څېړلو ترپايه پوري د کار اجازه نه لري. او د نورو له پاره بيا هغوی یوازې کولای شي په هغه صورت کې دنده ترلاسه کړي چې کوم آلمانی او یا هم د اروپايی ټولنې د بل هیوادو وګړي دې کار ته خپله عریضه نه وي ورکړې. دغه قانون ته د اولویت آزمویل وایي.

که یوه کس په آلمان کې ۱۵ میاشتې تیرې کړې وي، نو هغه بیا تر دې مرحلې نه تیریږي. خو بیا هم باید دغه کډوال د کار تر پیلولو مخکې د ښاروالي د کډوالو د ادارې موافقت تر لاسه کړي.

په عمومي توګه هر څومره ډیر وخت چې یو پناه غوښتونکی په آلمان کې تیر کړي، په همدې اندازه یې د زده کړې او کار موندنې په برخه چانس ډیریږي. د څلورو کلونو تر تیریدو وروسته د کار په برخه کې هیڅ کوم محدودیت نه شته. که یو کډوال د آلمان او یا هم خپل هیواد زده کړې لري نو ورته د کار موندل د نورو په پرتله اسانه وي.

خو کله چې یو پناه غوښتونکي ومنل شي، نو هغه سمدستي د کار کولو اجازه ترلاسه کوي. خو د دغې مرحلې تر رسیدو پورې ډیر وخت څو کاله وخت تیریږي. پر دې سربیره که یو پناه غوښتونکي له آلمان څخه د ایستلو وړ نه وي او ورته «دولدونګ» ورکړل شوي، نو هغه په دې هیواد کې کار کولو اجازه لري.

د کډوالو د کار حق په اړه د لا ډیرو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه دلته کلیک وکړئ.

څرنګه کولای شم چې کار وموندم؟

په عمومي توګه کار موندنې پورې مربوط مسایل د آلمان د کارموندنې فدراله ادارې پورې تړاو لري. کډوال کولای شي ځانونه له دغې ادارې سره ثبت کړي. دغه اداره بیا کډوالو ته د کار په برخه کې مشورې ورکوي.

د آلمان د کار موندنې فدرالې ادارې انترنتي پاڼه.

د کار موندلو له پاره ګټورې انترنتي پاڼې.

پر دې سربیره ډیر خصوصي ادارې هم د کډوالو او کارفرمایانو د نزدې کولو په برخه کې کار کوي. په ډیرو ښارونو کې او کلیو کې د کډوالو په اداره کې هم د ځینو دندو اعلانونه نصب شوي وي.

بله لار دا ده چې کډوال په مستقیمه توګه کارفرما ته مراجعه او د کار غوښتنه وکړي. د هغوي برخو نوملړ چې اوس په آلمان کې یې په برخه کې د کار ډیر امکانات شته، دلته لیدلی شئ.

په دغه څانګو کې، په دې صورت کې چې کډوال د کار شرایط پوره کړي، نو هغوی ته ژر دنده سپارل کیږي او ډیرې اداري مرحلې نه لري.

خو په هر سکتور کې د کار موندلو له پاره، د آلماني ژبې زده کړه ډیره مهمه ده. له همدې کبله کله چې د یوه پناه غوښتونکې د غوښتنلیک په اړه پریکړه وشي، نو هغوی ته د آلماني ژبې د زده زمینه برابریږي.

په آلمان کې زما زده کړې او قابلیتونه څرنګه منل کیدای شي؟

په هره اندازه چې یو کډوال د خپلو زده کړو او مهارتونو په اړه ډیر اسناد او شواهد وښيي، په همغه اندازه و رسره مرسته کیدای شي. خو په عموي توګه په آلمان کې هغه وخت د یوه کس مهارتونه او زده کړې په رسمیت پیژندل کیدای شي چې هغه وشي کولای، حکومت ته لازم اسناد وښيي.

په وروستیو وختونو کې کډوال کولای شي چې د خپلو مهارتونو د ثابتولو په موخه یو عملي آزموینه ورکړي. په دې صورت کې باید کډوال یا په عملي توګه خپل مهارتونه وښيي او یا هم د خپل کار یوه نمونه وړاندې کړي. خو دغه کار یوازې د آلمان په ځینو ایالتونو کې ترسره کیدای شي.

د آلمان د کار موندنې فدراله اداره د تلیفون یوه شمیره لري چې کډوال کولی شي له لارې یې په آلماني او انګلیسي ژبو معلومات ترلاسه کړي. همدې شمیرې ته له زنګ وهلو سره کډوال کولای شي د خپلو اسنادو او مهارتونو د منل کیدو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي. (د آلمان د کار موندنې فدرالې ادارې شمیره: ۰۰۴۹۳۰۱۸۱۵۱۱۱۱)

د آلمان د زده کړې او څیړنې وزارت همداراز یو انلاین پورتل، هم جوړ کړی دی چې تاسو یې په مرسته کولای شي د خپلو اسنادو او مهارتونو د منل کیدو په اړه اړین معلومات ترلاسه کړئ.

څرنګه په آلمان کې د مسلکي زده کړو یو پروګرام پیلولی شم؟

په دې برخه کې غین شرایط موجود دي لکه یو څوک چې کار ته خپله عریضه ورکوي. دا چې تاسو کولای شي مسلکي زده کړې وکړئ او که نه، په آلمان کې ستاسو د اوسیدو اجازې پورې اړه لري. که تاسو ته «دولدونګ» درکړل شوي وي، نو تاسو کولای شي چې سمدستي مسلکي زده کړې پیل کړئ. خو که تاسو ته یوازې په آلمان کې د پاتې کیدو موقتي اجازه درکړل شوي وي، نو تاسو باید درې میاشتې انتظار وباسئ ترڅو وشئ کولای مسلکي زده کړې پیل کړئ.

دا چې یو څوک په آلمان کې مسلکي زده کړې کوي، په دې معنی نه ده چې هغه به په دې هیواد کې د اوږدې مودې له پاره د اوسیدو اجازه ترلاسه کړي.

څرنګه په آلمان کې زده کړې کولای شم؟

د آلمان په ډیری ایالتونو کې کډوال د زده کړو اجازه لري. خو په هر ایالت کې د زده کړې شرایط له بل سره توپیر لري. په ډیر شمیر پوهنتونو کې د زده کړې له پاره باید کډوالو د آلماني ژبې زده کړه تر C1 مرحلې پورې کړې وي. پر دې سربیره په پوهنتون کې د زده کړو د پیلولو له پاره باید یو کس د ښوونځي د ختمولو سند په لاس کې ولري.

ځینې پوهنتونونه د کډوالو له پاره استثنأ قایلیږی او هغوی ته اجازه ورکوي چې د میلمه په توګه په لکچرونو کې ګډون وکړي. د کډوالو له پاره دا ډیره مهمه خبره ده چې هغوی د کډوالو له پاره د پوهنتونو په ځانګړو شرایطو خبر وي. د آلمان د کډوالو او پناه غوښتونکو وزارت د زده کوونکو له پاره لا ډیر معلومات دلته ایښي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب