1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کپلر تلسکوپ په مرسته د یوې نوي ځمکي د کشفولو هیلې

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

تر لمريز نظام دباندي هم ډیري سیارې شته. د ناسا ستورو پیژندونکو له ځمکې لیري تر ۱۲۰۰ زیاتو نورو سیارو شتون تائید کی دی چې بې له لمره د ستورو پر مدار راڅرخي.

https://p.dw.com/p/1Ilnb
کلپر ۶۲e سياره
انځور: picture alliance/AP Photo

د امریکا متحدو ایالاتو فضايي سازمان (ناسا) د نوي فضایي تلسکوپ کپلر، د موندنو تر آرزوني وروسته د ۱۲۸۴ نورو سیارو شتون تائید کړی دی چې د نورو ستورو پر مدار څرخي. سیارې هغه کرې وي چې د لمرونو پر مدار راڅرخي.

دغه ټولي سیارې اوس کپلر نومول شوي دي او د هرې یوې د نوم مخي ته یوه شمیره هم اضافه شوې ده.

په دې اړه د ناسا د رپوټ یوه اصلي لیکوونکي تیموتي مورتون، په واشنګټن کې رسنیو ته وویل چې تر اوسه دې موضوع سابقه نه لرله چې په دې اندازه ډیري سیاري دې کشف شي.

د ناسا کارپوه الن استوفان، ویلي دي چې له دې سره نو د هغو کشف شویو ستورو شمیر چې د لمرونو پر مدار څري، دوه برابره شوې.

هغه زیاته کړه: «له دې سره د دې هیله هم ډیره شوې ده چې وکولای شو ځمکې ته نزدې د یو بل لمر پر مدار ځمکې ته ورته یوه بله مځکه وموندو.»

کپلر تلسکوپ د ځمکې شان سیارو موندلو ماموریت لري. دې تلسکوپ تر اوسه پورې ۴۳۰۲ سیارې کشف کړي دي چې ۹۸۴ یې پخوا لا تائید شوي وې.

په «استرو فزیکال ژورنال» علمي مجله کې راغلي دي چې ۱۲۸۳ سیاري په دقیقه توګه تائید شوي دي، او په ۷۰۷ نورو پيښو کې ښايي په قوي احتمال اشتباه شوې وي. ۱۳۲۷ نور ستوري هم کشف شوي دي چې احتمال کیږي سیارې وي، خو لا تر اوسه پوري تائید شوي نه دي.

په ټولیزه توګه ستورو پیژندونکو تر اوسه پورې ۲۱۰۰ سیاري د نورو لمرونو پر مدار کشف کړي دي. او اوس د کپلر تلسکوپ موندني د دغو سیارو شمیر ۳۴۰۰ ته لوړوي.

کپلر تلسکوپ په ۲۰۰۹م کال کې د سیارو موندلو په موخه فضا ته واستول شو. دغه تلیسکوپ څو واري فني ستونزي پیدا کړې او په وروستیو وختونو کې هم په بیړني حالت کې وو. خو د ناسا د مامویت مشر چارلي سوبک، وایي چې دغه تلسکوپ اوس په عادي حالت کې دی.