1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کويټي هزاره گان: په ښار کي پر خپل ژوند بيريږو

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

د پاکستان شيعه هزاره اقليت وايي چې د فرقه ايز تعصب له وجې وژل کيږي او داسې ښکاري چې چارواکي یې په ژغورلو کې پاته راغلي. د هزاره گانو اکثريت د کويټې ښار په دوو داسې سيمو کې ميشت دي چې شا او خوا یې د پوځ پوستې دي.

https://p.dw.com/p/3IP9X
Pakistan Quetta Shiiten-Minderheit Hazara
انځور: AFP/B. Khan

څو کاله تر مخه په سونو زره شيعه وگړي په دوو داسې سيمو کې ميشت او تر همدې ځايه محدود کړل شول، چې يو شمير پوستې یې شا او خوا پرتې وې او په سونو امنيتي ځواکونه یې په ساتنه وگمارل شول څو دغه اقليت له مذهبي زورزياتي څخه وساتل شي.

د دغو سيمو د وضعيت په اړه يو هزاره فعال بوستان علي وايي: «دا لکه يو زندان دی.» هغه زياته کړه: «هزاره گان دلته له رواني شکنجې سره مخامخ کيږي.» هغه شکايت کوي چې دوی د «ښار له نورو برخو څخه جلا دي» او تر خپلو سيمو «محدود» پاته دي.

د شيعه گانو زياتره یې په کويټه ښار کې ميشت دي. د بلوچستان ايالت دا مرکز يو ناآرامه ښار دی چې تل پکښې فرقه ايز زروزياتی او ځانمرگي بريدونه ترسره کيږي او وسله والې ډلې پکښې شته.

پر هزاره گانو په کويټه ښار کې د گرځيدو کوم بندیز نشته، خو لږ یې د بريدونو له ويرې دغه کار ته زړه ښه کوي. د دې مذهبي اقليت د ساتنې په موخه هغه دوکانداران او سوداگران چې له سيمې څخه باید ووځي، وسله وال ساتونکي یې بدرگه کوي. دا په داسې حال کې ده چې دمگړۍ د وسله والو د له منځه وړولو له پاره پوځي عمليات روان دي. خو پر دې ټولو تدابيرو سربيره هم پرهزاره گانو د سترو بريدونه مخه نه ده نيول شوې.

همدا تيره مياشت د ترکارۍ په يوه مارکيت کې بمي بريد ۲۱ کسان ووژل او ۴۷ نور یې ټپيان کړل، چې زياتره قربانيان یې هزاره وگړي ول. پر دې پېښه ځکه ډېره اندېښنه وښوول شوه چې د پاکستان نيمه پوځي ځواکونه چې د هزاره گانو ساتنه کوي، په دې ونه توانيدل چې د ځانمرگي بريدگر مخه ونيسي.

Pakistan Quetta Shiiten-Minderheit Hazara
انځور: AFP/B. Khan

داعش او د «لشکري جهنگوي» په نوم سيمه ایزې متحدې ډلې یې د بريد پړه ومنله. دا بريد پر شيعه مذهبو د بريدونو د لړۍ چې د ۲۰۱۳م کال پر له پسې بمي بريدونه هم پکښې شامل دي، تازه پېښه ده. په دغو بريدونو کې کابو ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې هم وضعيت دې ته ورته دی. هلته هم د هزاره گانو مسجدونه، ښوونځي او ځيني وخت یې محفلونه د وسله والو د بريدونو هدف گرځي.

په کويټه کې د هزاره گانو د پرتو دوو ښارگوټو څخه هره ورځ هغه هزاره گان چې د ښار بازارونو ته د سودا اخيستو له پاره ځي، په هغه ټرکونو کې چې يو په بل پسې روان وي، ځای پر ځای کيږي.

بازار ته په رسيدو سره هغوی په داسې حال کې چې عسکر یې شا او خوا ته روان وي، خپل د اړتيا توکي اخلي او بيرته د پوځي کتار په بدرگه کې کورونو ته ستنيږي.

چارواکي ټينگار کوي چې دا اقدامات اړين دي. د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د پوځ د یوې سرچينې په حواله چې نه یې غوښتل یې نوم یې په ډاگه شي ليکلي دي چي په دې تيرو پنځوو کالونو کې يوازې په کويټه ښار کې ۵۰۰ هزارگان وژل شوي او ۶۲۷ نور ټپيان شوي دي.

د نوروز علي په نوم يو هزاره وگړی د دوی د خپلو سيمو څخه د باندې ژوند په اړه وايي: «موږ پوهيږو چې موږ د جگړې په ميدان کې يوو، خو موږ بايد خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کړو.»

د پاکستان پوځ پر هزاره گانو باندي د بريدونو په مخنيوي کې د نيوکو په ځواب کې د مذهبي تندلارو له خوا خپلو تلفاتو ته د دې ثبوت په توگه اشاره کوي چې دوی د امکان تر حده هڅه کوي.

Pakistan Quetta Shiiten-Minderheit Hazara
انځور: AFP/B. Khan

د سيمه ایزو پوليسو يوه مشر عبدالرزاق چيمه وويل چې په تيرو شپږو کلونو کې د دې هڅې په ترڅ کې «تر هزاره گانو زيات پوليس وژل شوي دي.» خو نوموړي وويل چې په دې ترڅ کې یې يو شمير ترهگر نيولي او نور یې له منځه وړي دي.

په بازارونو کې د امنيت د ټينگښت په موخه د څار د کامرو لگول هم په پام کې دي، خو شيعه مشرانو پر دې پلانونو شکونه څرگند کړي ځکه د هغوی په حواله موجودو تدابيرو د خونړيو بريدونه مخه نه ده نيولې.

د پوهنتون يو هزاره استاد او فعال محمد امان د پاکستان د ډاون ورځپاڼې په يوه تازه گڼه کې ويلي: «داسې ښکاري چې ترهگر به دا جگړه وگټي. د تيښتې هيڅ لاره نه شته.»

د هزاره گانو د ديموکراتيگ گوند د معلوماتو په حواله تر اوسه د ۷۵ او ۱۰۰ زرو ترمنځ هزاره گان د روززياتي له کبله د هيواد نورو برخو او يا هم له هيواده دباندې کډه کيدو ته اړ شوي دي.

د طاهر هزاره په نوم يو تن چې خپله سيمه د «گيټو» (تړلې سمه) په نوم يادوي، وايي: «موږ ناهيلي يوو.» هغه زياته کړه: «موږ له چا څخه د خپل ژوند د ژغورنې غوښتنه وکړو؟»

(B.S/N.Z (AFP