1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ نښتر حکومت نه طالبانو را گرځولي

۱۳۸۹ دی ۱۲, یکشنبه

په کونړ ولايت کي د وهل سوو ځنګلونو پراته لرګي چي نهه کاله د مخه د ولسمشر کرزي د ځانګړي فرمان له مخه بند سوي و نږدې دوې اونۍ وړاندي ورته د ليږد اجازه ورکړل سوي. خو طالبان يې نه پريږدي.

https://p.dw.com/p/QlrX
د کونړ ځنګلونه
د کونړ ځنګلونهانځور: DW/Ahmadzai

د راپورونو له مخه د لرګو سوداګرو پدغه ولايت کي په پراخه لاريونو لاس پوري کړی تر څو د لرگو د انتقال اجازه ورکړي.

خو اوس ورته په سيمه کي وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي چي لرګي د کونړه څخه و باسي.

سوداګرو چي د مخه د دولت پر بنديز چيغي وهلي خو اوس د طالبانو له لاسه تر پوزي راغلي او وايي چي وسله وال طالبانو ورته ددغه لرګو د ويستلو په برخه کي اخطارونه ورکړي چي که د کونړ لرګي ويستل سي نو دوی به يي د لاري په اږدو کي د اور په لمبو کي لولپه کړي .

د چارتراشو سوداګر وايي که همداسي حال وي نو دوی ته به په ميلونونو افغانۍ تاوان ورسيږي .

د يادو چارتراشو يو تن سوداګر جعه دين المان ږغ راډيو ته وويل: عجيبه ده پخوا دولت اجازه نه راکوله اوس سيمه ايز طآلبان مو د لرګو انتقال ته نه پريږدي، دلته دوه دولتونه فعاليتونه کوي يو اجازه ورکوي خو بل يي نه ورکوي.»

هغه وايي چي اوس موږ نه پوهيږو چي څه چل وکړو، لرګي پراته دي او که نور هم همداسي پاته سي نو ډير زيات زيان به رامنځته کړي.

خو دووسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له نامعلومه ځايه المان ږغ ته د ټليفون پر کرښه وويل چي دغه پريکړه ددوی سيمه ايزو طالبانو کړې ده، هغه وايي: « هلته خپلو سيمه ايزو طالبانو ته د موضوع د حل سپارښتنه سوې ده.»

Landwirtschaft in der Provinz Kunar Afghanistan Flash-Galerie
انځور: DW/Ahmadzai

که څه هم افغان دولت اوس مهال په کونړ کي د ځنګلونو د قطع کولو پر سر بنديز لګولی خو ددغه ولايت د يو شمير اوسيدونکو په خبره ځنګلونه اوس هم په بې رحمانه‌ ډول وهل کيږي او افغان چارواکي په کي لاس لري.

ددغه ولايت يو تن ازاد خبريال عبدالله نظامي‌ المان ږغ ته وويل :« د نرګ ولسوالي د باډل په دره کي اوس هم نښتروهل کيږي د شپې له خوا په قچورو باريږي او ګاونډي هيواد پاکستان ته وړل کيږي دولت په دغه کارکي پاته راغلی دی.»

نوموړي وايي، که سړي فکر وکړي ددغونښترو جنازي دهمدغو چارواکو پر اوږو وړل کيږي.

د کونړ والي بيا د ځنګل د قطع کولو او پکښي د دولتي چارواکو لاس درلودل ردوي او وايي چي، د ځنګل وهل بند دي او هيڅوک نه سي کولاي چي د کونړ ځنګلونه قطع کړي .

« دغه خبره زه په کلکه ردوم چي د کونړ ځنګلونه اوس هم وهل کيږي او يا دا چي په قاچاق کي يې دولتي چارواکي لاس لري.»

هغه زاته کړه:« غه نښتر چي پخوا بند سوي ول اوس ورته د تګ اجازه ورکړل سوي که هرڅوک پکښي کوم مشګل لري د مهربانۍ له مخه دي زموږ سره اړيکه ونيسي چي ورته يي حل کړو.»

کونړ د افغانستان په ختيخ کي پروت ولايت دي، چي د ګاونډي هيواد پاکستان سره اوږده سرحدي پوله لري، ددغه ولايت نښتر د سيمي په سطحه مشهور دي خو په وروسيتو شلو کلونو کي دغه نښتر په بي رحمانه ډول پري او ګاونډيو هيوادونو ته قاچاق سول.

يو شمير خلک په دې اند دي که افغان دولت د کونړ د ځنګلونو د وهلو مخنيوی ونکړي نو لري نه ده چي کم وخت وروسته دغه ملي شتمني له لاسه ولاړه سي.

شمع احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل