1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ نوی زندان پرانستل سو

۱۳۸۹ دی ۹, پنجشنبه

د کونړ ولايت د زندانيانو لپاره نوي ودانۍ چي کارونه يي نږدې دوه کاله وړاندي پيل سوي وو د کونړ د بيارغوني ټيم پي ارټي د ۱۷ لکه او پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت يي چاري بشپړي سوي.

https://p.dw.com/p/QlRT
د کونړ نوی زندان
د کونړ نوی زندانانځور: DW

د زندان د ودانۍ د پرانستي په غونډه کي د افغانستان د عدلي وزير جبيب الله غالب او د کونړ د والي په شمول يو شمير بهرنيو او افغان چارواکو ګډون کړي وو.

د کونړ والي سيد فضل الله واحيدي وايي د زندان دغه ودانۍ د لسو بلاکونو په لرلو سره په يو وخت کي د نږدي پنځه سوه ښځينه او نارينه بنديانو د ساتلو ظرفيت لري.

واحيدي زياته کړه: « په زندان کي دننه د زندانيانو لپاره بيلابيل تفريحي ځايونه هم جوړ سوي چي زندانيان کولای سي هلته سپورت هم وکړي. پخوا به موږ بندايان په دوو خونو کي ساتل چي څو وار د وسله والو له ګواښ سره هم مخامخ سول خو د دغه ودانۍ په جوړيدو سره يي ستونزه حل سوه»

د عدلي وزير حبيب الله غالب وويل چي دوی د افغانستان په ټولو ولايتونو کي زندانونو لپاره د ودانيو جوړول په پام کي لري.

« زه له خلکو دغه غوښتنه لرم چي له افغان دولت سره د بيارغوني د پروژو په تطبيق او په امنيتي چارو کي مرسته وکړي. او زندانيان هم بايد له خپلو تيرو ګرنو نه توبه اوباسي او په زندان کي خپل د ژوند شپي په ښه توګه سبا کړي .»

د کونړ په زندان کي بندايان که څه هم په زندان کي د شپو په تيرولو ډير خواشيني ول، خو د دغه ودانۍ په جوړيدو ډير خوښ ول، او ويل يي چي د زندان پخوانۍ ودانۍ يې د اوسيدلو وړ نه وه.

يو تن بندي وايي:«موږ زندان وخوړلو دلته زياتي ستونزي سته، بنديان له بيلابيلو ستونزوسره مخ دي. ډيری بنديان بې ګناه په زندان کي شپې او ورځي تيره وي خو څوک پري غوږ نه ګروي .»

دا په داسي حال کي ده چي د کونړ په زندان کي پخوا د ښځينه بنديانو لپاره ځانګړي بلاکونه نه وو موجود چي په نوي ودانۍ کي اوس سته.

اوس مهال د کونړ په زندان کي شاوخوا يو سل او پنځوس په بيلابيلو جرمونو تورن کسان بنديان دي، چي د چارواکو په خبره ښځينه بندياني پکښي نه سته.

شمع احمدزۍ/ کونړ

کتونکی: نجيب الله زيارمل