1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوسوو جګړې تاثير په نړيوالو حقوقو باندی

۱۳۸۸ فروردین ۴, سه‌شنبه

لس کاله مخکې د ناټو په تاريخ کې په لومړي ځل عمومي منشي خاوېر سولانا د اروپا لوی قوماندان وېسلي کلارک ته اجازه ورکړه چې له ساحې دباندې يو ماموريت پيل کړي.

https://p.dw.com/p/HIYJ
کوسووانځور: AP GraphicsBank/DW

د 1999 م کال د مارچ مياشت: په کروايشيا او بوسنيا هرسېگوينا کې د نژادي او توکميزو شخړو څخه وروسته په داسې حال کې چې د سولې خبرې نابريالۍ وختې، ناټو غواړي چې د ورته تجربو مخه په کاسوو کې ونيسي.

د ناټو ټلوالې دغه په اصطلاح «بشري ماموريت»، د ولسونو د حقونو له کتنې څخه، يو نوښت بلل کېدهء. ځينو کارپوهانو پر ناټو باندې نيوکې وکړې او ويې ويل چې د ولسونو تر منځ حقونه تر پښو لاندې کوي، ځکه چې د ملگرو ملتونو د امنيت د جرگه گۍ څرگنده پرېکړه لا نه وه شوې. سربېره پر دې ناټو د ټلوالې له ساحې دباندې ماموريت پيل کړی و او ويل کېدل چې د يوگوسلاويې ځمکنۍ بشپړتيا ته يې زيان اړولی دی.

د ماموريت ملاتړيو د ملگرو ملتونو د امن د جرگه گۍ پخوانيو پرېکړه ليکونو ته نغوته يا اشاره کوله. ملگرو ملتونو له بېلگراده غوښتي وو چې خپل ځواکونه دې له کاسوو نه وباسي او جگړې دې پای ته ورسوي. خو د ولسمشر ميلوسويچ حکومت دغه غوښتنې ونه منلې.
نو له دې کبله د کاسوو د ماموريت پلويانو وويل چې د نړيوالې سولې د ساتنې په موخه يوه مداخله وه چې د بشري ناورين مخه يې نيوله ځکه چې په يو څو اونيو کې د اټکل له مخې اته لکه ملکي وگړي تښتېدلي او يا يې تېښتې ته اړ ايستل شوي وو.

يوزف مارکو، چې په گراڅ کې د ولسونو د حقوقو کارپوه دی، د دغه ماموريت د حقوقي اړخ په هکله وايي:

«کاسوو د ولسونو د حقوقو د اوښتون ټکی و چې د ولسونو حقوق يې پرې وده وکړه. څرگنده ده چې د امن جرگه گۍ د دايمي غړو د ويټو له امله په دغه راز لانجو کې عمل نه شي کولی. خو د ناټو لخوا بشري ماموريت او مداخلې د ځمکنۍ بشپړتيا د دوکترين په سر د نويو بحثونو او پوښتنو گروېږنو زمينه برابره کړې ده.«

Deutsche Soldaten im Kosovo
آلماني عسکر په کوسوو کېانځور: AP

د بحثونو يو اصلي ټکی دا و چې د هېوادونو د تجزيه کولو حق له چا سره دی او دا چې په کومو شرايطو روا برېښي.

«آيا د ولسوژنې هڅه د تجزيې لامل گرځېدی شي. ولسوژنه په اصل کې څه معنا لري. دغه سوال هغه حساس اړخ هم لري چې څومره انسانان بايد د ورځې ووژل شي. شل مړي د ورځې کافي دي تر څو ولسوژنه ورته ووايو يا دا چې د ورځې بايد درې سوه انسانان ووژل شي، که څنگه.«

د 1999 کال په پسرلي کې د آلمان پوځ دپاره هم يو نوی باب پرانيستل شو. آلماني تورنادو ډوله جنگي الوتکو په صربستان کې د ناټو په ماموريت کې ونډه واخيسته او هدفونه يې په نښه کړل تر څو په کاسوو کې د ميسلوسويچ د عسکرو د بريدونو مخه ونيسي.

«پنج شنبه سهار، ناټو په يوگوسلاويا کې د نظامي هدفونو د ويشتلو په موخه هوايي بريدونه شروع کړي دي. ټلواله دې گام ته اړ ايستل شوې وه تر څو په کاسوو کې د بشر د حقونو د سختو او منظمو سرغړونو مخنيوی وکي او د يو بشري ناورين د رامنځته کېدو مخه ونيسي.

دا د آلمان په پارلمان کې د لومړي وزير گېرهارد شروېدر څرگندونې وې. د آلمان پوځ هم په لومړي ځل د جنگي الوتکو په مرسته د «Allied Force” يا گډو ځواکونو په نامه په دغو عملياتو کې برخه واخيستله:

«موږ ټول پوهېږو چې دا د دويم نړيوال جنگ څخه وروسته لومړی ځل دی، چې آلماني عسکر په يو جنگي ماموريت کې قرار لري. زه درسره ژمنه کوم چې د آلمان حکومت دغه پرېکړه په آسانۍ سره نه ده کړې. خو موږ د آلمان د ولس، د آلمان د پارلمان او ټولو گوندونو په اکثريت او همغږۍ سره دغه پرېکړه کړې ده.«

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې وه چې د کاسوو کړکيچ لا پسې تود شوی و، او په آلمان کې د لومړي وزير کول دوره پای ته رسېدلې وه. دا چې د سوسيال دموکرات او شنو د گوند نوي حکومت لا په کار نه و پيل کړی، نو پخوانی پارلمان سره راغونډه شو او پرېکړه يې وکړه.
ناټو په هاغه وخت کې د يوگوسلاويا اولسمشر ميلوسويچ ته گواښ کړی و چې هوايي بريدونه به پيلوي که په کاسوو کې روان بشري ناورين، او د خلکو د شړلو او وژلو لړۍ ته د پای ټکی کې نه ښودل شي. په دې ترتيب ناټو په لومړي ځل له خپلې ساحې څخه دباندې نظامي ماموريت پيل کړ.

Schmidt/ نسيم صابر

کتونکی: وردګ