1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کنړ والي: ترهګر افغانان او پاکستانیان وژني

۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبه

د اونی په سر کې پاکستان وويل: له کنړاو نورستان څخه « افغان او پاکستاني طالبانو» سره مرسته شوې ترڅو د پاکستان په دننه کې پر پوځيانو حملې وکړي. د کنړ والي، فضل الله واحدي له آلمان غږ راډیو سره په یوه مرکه دا خبره رد کړې.

https://p.dw.com/p/12PPw
د کنړ والی فضل الله واحدی
د کنړ والی فضل الله واحدیانځور: DW

دویچه ویله:  د پاکستان پوځ وایی چی په کنړ او نورستان کی د  هغو وسلوالو د حملو لپاره بندو بست شوی دی چی د اونی په سر کی ( د شنبه په سهار)  په چترال کی  څه د پاسه  25 پاکستانی سرتیری وژل، تاسو په دی هکله څه وایی؟

واحدې: د نورستان په اړه خو زه څه نه شم ویلۍ ځکه چی زه معلومات نه لرم خو د کنړ په مورد  کی زه   تاسی ته  په ډاډ ویلې شم چی د کنړ لخوا داسی کوم  شی نه دی شوۍ او نه به وشې. ځکه مونږ د سولۍ غږ کړی دی او مونږ غواړو په وطن کی سوله راشی. د همسایه گانو سره مونږ باید د سولۍ ژوند اختیار کړو. دا خبرې چون د دوې ( پاکستان) لخوا  پخوا  هم ډیرۍ  شوی دي نو اوس که دوی داسی تصور کوی چی دا کار به زمونږ له خوا شوی وی، مونږ هیڅ وخت داسی مقابل کار نه دی کړی او نه یی کوو او دا عمل غندو.

دویچه ویله: د پاکستان پوځ دا ادعا هم کړیده چی د مولانا فضل الله په نامه د پاکستانی طالبانو یو مشر د سوات څخه د تیښتۍ وروسته کنړ ته تللۍ دی او هلته ځایی چارواکو ورته ځای ورکړی دی او د دې حملو لپاره هغه بندوبست کوی؟

واحدې: مخکې ما وویل چی مونږ د سولۍ خبری کوو او دښمن ته، هیچا ته ځای نه ورکوو، دښمن ته د چا له خوا ځای ورکول  له دښةن څخه د طرفداری معنی لری.  هیڅ کله مونږ داسی کار نه دی کړی او نه یی کوو او دا هسی افواهات دې چی  د دوی له خوا کیږی خو حقیقت نه لری.

 دویچه ویله: یعنۍ فعلآ په کنړ کی پاکستانې طالبان او یا افغان طالبان د پاکستان پر ضد باندی د عملیاتو لپاره کوم تیارۍ نه نیسې؟

واحدې:  تاسی ته معلومه ده چی القاعده یو بین المللې نټ ورک دې  هغی ته فرق نه کوی چی په  افغانستان کی په چادونو لاس پوری کړی او که په پاکستان کی. هغه یو هدف تعقیبوی چی د خلکو وژل دی. د القاعدی ځاله په پاکستان کی ده.  هغه  له پاکستان  څخه مونږ پسی راغلې ده،  مونږ ته یی تکلیفونه پیښ کړی دي. دلته په افغانستان کی دا شۍ نه  شته، مونږ چغې وهلې دي،  د اسامه بن لادن  وژل خو هم ټولۍ دنیا ته دا ثابته کړه زه فکر کوم چی اوس به دا سوال پاتې نه وی. 

دویچه ویله: نو پاکستان ولې داسی ادعا کوی چی گواکې د افغانستان لخوا د هغوی پر سرحدې سیمو باندی حملې کیږی؟

واحدې: پاکستان نه غواړې چی په افغانستان کی سوله او ارامې راشی ځکه دا غږونه جگوی. مونږ غواړو چی سوله راشی تاسی ته معلومه ده چی د افغانستان ولسمشر په دې باره کی غټ ابتکار کړی دی د سولې عالې شورا جوړه شوی ده او دلته په ولایت کی د سولې ولایتې شورا شته دی. یعنې که خدای نه خواسته زمونږ څخه  داسی کارونه کله هم وشی نو دلته به د سولۍ د شورا غړې څه ووایی چی دا څنگه به مونږ سوله راولو، نه! دا خبرې ټولې د دوی دروغې خبرې دي لکه هر وخت چی یی کوی.

دویچه ویله: فعلأ ستا په ولایت کی امنیتې وضعیت څه ډول دی تاسی تر کومې اندازی پوری خپل ولایت  مصون گڼې .

واحدې: زه فکر کوم چی په افغانستان کی به یو ولایت هم پیدا نه شی چی په بشپړه توګه دی مصون وی.  ځکه زمونږ ډیر یو غټ دښمن دی، او هغه داسی یو دښمن دی چی هغه نه شفاخانې ته گورې،  نه کلینک ته گورې  او نه هم مکتب ته گورې  او نه واده ته گوری،  نه سړک ته گورې. هغه انتحارې حملی کوی او ماینونه ږدې نو د  مصونیت خبره خو به ډیره گرانه وی.  خو  دا چی ښه دی مونږ یو  سرحدي غرنی ولایت دی بیا هم نسبتآ امنیت ښه دی.  اما داسی نشوی ویلې چی  بلکل ښه دی او مصونیت لرو.

دویچه ویله: ستاسی د امنیتې ځواکونو او د پاکستان د امنيتې ځواکونو تر منځ د همکارۍ کومه ساحه لیدل کیږی؟

واحدې: هو تاسی ته به معلومه وی چی دا یوه دری گونې کمیټه ده چی په هغې کی ایتلافې قوا هم دې،  د پاکستان نظامیان هم دي او د افغانستان نظامیان هم دي.   دوی په هفته کی او کله په پنځلسو ورځو کی په سرحدونو کی غونډی لری او دغه ټول مسایل دوی څیړې.  داسی  خبری چی د دوی ( پاکستان ) نظامیان کوی بهتره ده چی دوی د خپل نماینده نه پوښتنه وکړی او هغه دی په  خپل وار سره  زمونږ د نماینده نه پوښته وکړی او دغه مساله به دوی پخپلو کی روښانه کړی.

مرکه کونکی: عبدالباري حکیم

کتونکی. شمس الرحمن ناصر