1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندوز د بمباريو مالومات ورځ تر بلي لانجمن کيږي

۱۳۸۸ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د جرمني ټول مخالف گوندونه دا نيوکې کوي، چې د پوځ وزارت ياد شوې ذمه دارۍ سر ته نه دي رسولې او خلک يې غولولي دي...

https://p.dw.com/p/L33X
په کندوز کي بمبارد سوی ټانګر
په کندوز کي بمبارد سوی ټانګرانځور: AP

نينا ورکهويزر له پلازمېنې برلين څخه راليکي، د کندز د بمباريو په اړوند خپرېدونکي معلومات ورځ په ورځ لانجمن او کړکېچن کيږي. هره پلا پر کندز کې د سپتمبر د مياشتې په څلورمه ورځ د ډگروال جورج کلين لخوا د غوښتل شوو او د امريکايي هوايي ځواکونو لخوا سر ته رسېدلو بمباريو د لاملونو په هکله نوي نوي دليلونه او څرگندونې رامنځ ته کيږي.

د آلمان رسنۍ وايي، چې د ناتو له قوله د آلماني ډگروال کلين لخوا د وکړل شوو امرونو علت يواځې د دوو تښتول شوو آلماني ټانکونو بمباري نه وه، بلکه د هغو طالبانو له منځه وړنه هم ورسره وه، چې د تېل وړونکو ټانکرو چارچاپېر راټول شوي وو.

مخالف اړخونه د نوو معلوماتو په مقابل کې، کوم چې د پوځ د وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ لخوا تصديق شوي هم دي، په غصه سره غبرگون ښکاروي. د شنو د گوند مشرې ميرمن کلوديا روت د آلمان معلوماتي سياست د شرم وړ بللی دئ او وايي.

«پارلمان، خلک، عامه ټولنه ټول د حکومت لخوا تېرايستل شويدي. موږ روښانتيا او روڼوالی غواړو او دا ځکه چې دا هسې يوه عادي پوښتنه نه ده. دا يوه درنده موضوع ده، دلته خبره د ژوند او مرگ مطرح ده. د دې لپاره باور او رښتينولي په کار ده.»

خو ټول مخالف گوندونه دا نيوکې کوي، چې د پوځ وزارت يادشوې ذمه دارۍ سر ته نه دي رسولې او خلک يې غولولي دي. مگر د پوځ وزير بيا دا تورونه ردکوي. د کارل تيودور څو گوتنبرگ له نظره، مخالف اړخ هم کولی شوای د ناتو لخوا محرم گڼل شوی رپوټ وگوري، او پوهېدلی شوای، چې د هغه هوايي گذار موخه طالبان هم وو.

«گوتنبرگ څرگندوي، مخالف لوري لږترلږه د نوومبر د مياشتې له ٣ نېټې وروسته دا امکانات درلودل، چې د ISAF رپوټ ولولي. دوی پر هغه ځان پوه کړی».

مگر د دې په مقابل کې بيا د سوسيال دموکراتانو SPD مشر زيگمار گابريل، چا چې د گوتنبرگ استعفی غوښتې ده، وايي: دا د مخالف اړخ دنده نه ده، چې خلک له هغو هوايي حملو څخه خبر کړي، د کومو پايله چې د تر ١٤٠ څخه زياتو کسانو په مرگ تمامه شوه. گابريل ته د نوو معلوماتو سره دا پوښتنه هم پيداکيږي چې:

« آيا دا به حقيقت ولري، چې دلته د آلماني ځواکونو د ستراتېژۍ بدلون هم ورسره مل وو، د کوم له مخې چې بايد طالبان ووژل شي، ولو که آلماني ځواکونو او د هغوی کار ته کوم خطر هم نه پېښوي؟ که دا رښتيا وي، نو بيا پوښتنه دا ده، چې د ستراتېژۍ دا بدلون چا منځ ته راوستلی او څوگ پرې خبر وو؟»

اوس سياستمداران او حقوق پوهان پر دې باندې بحث لري، چې آيا د طالبانو وژل د آلمان د پارلمان لخوا د گمارل شوو ځواکونو دنده ده او که نه او هم دا چې له نړيوالو اصولو سره سره خوري او که څنگه. په دې باب مخالف اړخ سخت شکمن دئ، مگر حکومتي وياند اولريښ ويلهلم بيا کومه ستونځه نه پکې ويني او جوتوي:

«دا تصور بېځايه دئ، چې د آلمان د فدرالي شورا لخوا د ورکړل شوو دندو له اصولو څخه تېر يو بنسټيز ستراتيژيکي بدلون به په کومه بڼه سره راوستل کيږي. موږ د همدې دندې په چوکاټ کې حرکت کوو.»

د حکومتي وياند په اند نورې ټولې پوښتنې ښايي چې د څېړونکې جرگه گۍ لخوا سپينې شي، کومه چې د دسمبر په ١٦ نېټه د چهارشنبې په ورځ خپل کار پيل کوي. د عامه وگړو د پاره دا بهير د رضايت وړ نه دي، او دا ځکه چې په پټه سره غونډې او څېړنې کوي.

Werkhäuser, Nina/ محمد عارف وردګ

کتونکی.زيارمل