1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په ښار کي سختي حملي شوي دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۷, شنبه

له کندهار څخه رسيدلي رپوټونه وايي چي طالب ياغيانو د کندهار په ښار کي په يو لړ پراخو بريدونو لاس پوري کړی دی. د مرګ ژوبلو دقيق شمير تر اوسه پوري معلوم نه دي. په يو خبر کي دومره ويل شوي دي چي لږ تر لږه 14 تنه ټپيان شوي.

https://p.dw.com/p/11BGV
انځور: dapd

اورپکو چي په ټوپکو او توغنيدو سمبال ؤ د ولايت په مقر يي بريد وکړ. په دغو حملو کي د رپوټونو له مخي 6 ځانمرګي بريد کونکو برخه اخيستي ده. د عيني شاهدانو د وينا له مخي حمله د افغانستان په وخت له غرمي وروسته د يوي بجي په شا او خوا کي پيل شوه.

وسلوالو کسانو د کندهار د دولتي امنيت مقر ته نژدي په لومړي سر کي يو هوتل اشغال کړ، په عين وخت کي ځانمرګي بريد کونکو د ښار په جنوب کي د پوليسو په دو ماموريتونو يي حمله وکړه. د کندهار امنیتی چارواکو وويل، خو هغوي مخکي له دي چي خپل هدف ته ځان ورسوي وويشتل شول.

د نښتو په دغو اړو دوړ کي د فرانس پرس د خبري آژآنس يو خبريال وويل : کله چي امبولانسونو ټپيان د نښتو له صحني څخه ايستل، ډزي رد اوبدل کيدلي. په ټپيانو کي دري تنه پوليس هم شامل دي.

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي وويل : « د کوچنيو وسلو ډزي اوريدلي کيږي، د ولايت د مقر په وداني باندي دوه آر پي جي توغندي وتوغول شول. ايوبي د فرانس پرس خبري آژآنس ته وويل: « د ولايت د مقر شمال او ختيځ تر حملو لاندي ونيول شو. خو هغه په دي هکله نور جزييات بربنډ نه کړل.

د رپوټونو له مخي، د حملي په وخت کي د کندهار والي په خپل مقر کي ؤ. هغه وروسته د حملو پخلي وکړ او رسنيو ته دومره وويل: « مخالفينو د حکومت پر مختلفو تأسيساتو حمله وکړه، خو د حکومت امنیتب ځواکونو وضعيت اوس تر کنترول لاندي راوستي دي.»

د کندهار د ولايت د روغتون يو ډاکتر هاشم وويل چي 14 ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.

له کندهار څخه د آلمان غږ راډيو خبریال په خپل رپوت کي وويل:

«د کندهار د ولايت مقام پر وداني، ملي امنيت ، دچوڼي دپوليسو پرماموريت، دکندهار 7حوزه کي دعامه نظم دپوليسو پر وداني وسله وال بريدونه وشول. د کندهار ولايت مقام تر څنګ په ارګ بازار کي وسله وال بريد کوونکي دوو سوداګريزو مارکيټونو او دولايت د مقام شمال پلو د بريښنا ستيشن ته ختلي او د درنو اوسپکو وسلو ډزي پيل کړي.»
هغه د خپل رپوټ په دوام کی وویل: « دکندهار د ملي امنيت پروداني د کندهار هوټل او د نجونو د ښوونځي له خوا ډزي رواني دي. د يادوني وړده چه همدا اوس د برق جکشن چه د ولايت مخامخ دي درنه چاودنه پکښي وسوه ويل کيږي چه ځانمرګي بريدکوونکي پکښي وچاوديدل.»

د فرانس پرس د خبري آژاسن د رپوټ له مخي طالب اورپ:و د ددغو حملو مسووليت په غاړه اخيستي دي.

د القاعدي د ترهګري شبکي د مشر اسامه بن لادن له وژل کيدو وروسته طالبانو پرون خبرداري ورکړ چي د « امريکايي ځواکونو له خوا د هغه وژنه د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد حملو ته په يو « نوي قوت» ورکړي.

له دغه خبرداري مخکي هغوي د پسرلي د حملو څخه هم خبر ورکړي ؤ. خو د طالبانو هغه يووياند چي ځان يي يوسف احمد د فرانمس پرس خبري آژانس ته معرفي کړي، له دي يادونه ونه کړ چي د کندهار حملي د بن لادن له وژلو سره کوم ارتباط لري .

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزی