1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په ولسواليو کي به امريکايي ځواکونه د سخت مقاومت سره مخا مخ سي

۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د امریکا د پوځ يو افسر ويلي دي چي،د کندهار شا او خوا د پاڅون کوونکو پرضد د امريکايي ځانگړو ځواکونو عملياتو نتيجې ورکړېدي، خو جنگي طراحان لانور هم د پياوړو جگړو او زياتو مرگ ژوبلو اټکل کوي

https://p.dw.com/p/OlTJ
بهرنيو ځواکونو ته به تر ټولو د ډيره د پنجوايي د ولسوالۍ پاکول ستونزمن وي
بهرنيو ځواکونو ته به تر ټولو د ډيره د پنجوايي د ولسوالۍ پاکول ستونزمن ويانځور: AP

د امريکې د مشر بارک اوباما په نوې ستراتېژۍ کې چې د تېر دسمبر په مياشت کې يې په سپينه ماڼۍ کې په ډاگه کړه، تر هر څه وړومبۍ موخه د افغانستان په سهيل کې د طالبانو د اصلي ټاټوبي کندهار نيول دي.

خو امريکايي چارواکي د اولسمشر بارک اوباما له دې هوډ سره سره، چې غواړي د ٢٠١١ ميلادي کال د جولای په مياشت کي د شرايطو له برابروالي سره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل وکوي، د بيړنۍ پايلې هيلې ردکوي.

امريکايي افسر زياته کړې، خپله د کندهار په ښار کي، چي د امنيت راوستلو او سيمه ايز حکومت، د مضبوطولو هلي ځلي رواني دي، د درندو جگړو گمان نه کيږي.

مگر په ځينو شا او خوا ځايونو کي، د پنخوايي د اولسوالۍ په گډون، د ناټو او افغاني ځواکونو لخوا د پاکوونکو عملياتو اړتيا ليدل کيږي.

په دغه ولسوالي کي بهرني ځواکونه د طالبانو دسخت مقاومت سره مخامخ وي. هغوئ اوس د تيرو ٩ کالونو په ترځ کي اوس تر بل هر وخت پياوړي دي.

امريکايي مامور چې د خپل نوم او هويت له څرگندونې څخه يې ډډه کړېده، په پنتاگون کې خبريالانوته وويل، کيدای شي چې سختې جگړې رامنځ ته شي. تاسې به ووينئ چې د سيمې په پاکولو کې به مخالف فعاليتونه زياتيږي.

د مامور د وينا له مخې، ځانگړي عمليات دې دستوري پاکونو ته، د طالب مشرانو په نخښه کولو، د هغوی د اکمالاتو په مخنيوي او د بم جوړولو د دستگاوو په ورانونه سره، لاره همواروي. ده تر اوسه پورې د ځانگړو ځواکونو لخوا د وژل شوو طالبانو شمېر په ډاگه نه کړ، خو څرگنده يې کړه، چې د اهميت وړ شمېر دئ.

امريکايی مامور وړاندې جوتوي، که چېرته موږ د معمولو قواوو سره د پاکولو، نيولو او ودانولو چارو ته لاس اچوو، نو په هغه صورت کې سختو دې سيمو کې سختو عملياتو ته ضرورت ليدل کيږي.

او هغه سيمې ښايي چې په اغېزمنه توگه سره پاکې شي. زه باور لرم چې شرطونه ورته مساعد دي او اوس په دې باندې غور کوو چې د عملي کولو لار يې غوره کړو.

تېره جولای مياشت له ٢٠٠١ ميلادي کال راپدېخوا، يعنې کله چې امريکايانو افغانستان کې پوځي عمليات شروع کړي، د امريکايي عسکرو د پاره تر بل هر وخت د زياتې مړينې مياشت وه. همدا ربړې اوس په لويديزو پلازمېنو کې د جگړې ملاتړ کموي.

پای دا چې امريکايي مامور د کنداهار د نښتو په اړوند د يوې خاصې او ځانگړې پوښتنې په ځواب کې وويل چې: موږ دې مقاومت ته سترگې په لارو يو. يعنی هغه راته ښکاره دئ.

د امريکې د ستراتېژۍ په وړاندې يوه لويه پوښتنه په کندهار کې د اولسمشر حامد کرزي ناسکه ورور احمد ولي کرزی دئ، پر چا چې د شوکې او نشه يي توکو د سوداگرۍ تور لگول کيږي. د ولايتي شورا د رئيس په توگه ولي کرزی په کندهار کې مخور کس دئ.

ag/ محمد عارف وردګ

کتونکی: نجيب الله زيارمل