1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د سولې شورا د کویټې شورا ته پلاوی استولی دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

د کندهارد سولې د شورا چارواکي وايي چې په کویټه کې ئې د طالبانو له شورا سره تماسونه نيولي دي. دغه چارواکي زیاتوي چې له دغو تماسونو څخه ښې هيلي لري.

https://p.dw.com/p/144di
انځور: AP

د کندهار د سولې د شورا مشر عطا محمد احمدي، وايي چې د کویټې شورا ته ئې يو پلاوى استولی دئ. احمدي زیاتوي چې د پلاوي له خبرو اترو څخه ښې هیلې لري.

د احمدي په خبره دغه شان تماسونه په افغانستان کې د سولې له رامنځ ته کیدو سره مرسته کوي. هغه وایي: «زموږ استازي هلته تللي دي. تماسونه مو دوام لري. تګ او راتګ مو تر منځ سته او په راروان وخت کې به ښې لاسته راوړني ولرو.»

احمدي زياته کړې ده چې په کندهار کې ئې هم له يو شمير مخالفو قومندانانو سره اړیکې ټينګې کړي دي. هغه زیاتوي چې دغه اړیکې به په نوي کال کې نوري هم پراخي شي.

د احمدي په خبره اوس د هوا د سړښت له کبله د مخالفینو مشران نورو سیمو ته تللي دي. هغه وایي کله چې هوا مناسبه شي او دغه کسان بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي نو د کندهار امنیتي وضعیت به هم ښه شي. دا په داسي حال کې ده چې د ناټو ځواکونه وایي چې په افغانستان کې د هوا له گرمیدو سره د جکړې موسم پیلیږي.

د کندهارد سولې د شورا مشر پر وسلوالو مخالفینو غږ کوي چې جگړه پریږدي او د افغانستان بیا رغونې ته ملا وتړي. د هغه په خبره په افغانستان کې د روانې جگړې اور افغانان سوځوي خو گټه ئې نورو ته رسیږي.

احمدي د روانې جګړې د حل لاره يوازې په سوله کې نغښتې ګڼي. تر اوسه پورې طالبانو او یا هم د کویټې شورا د کندهار د سولې د شورا د مشر د ادعا په هلکه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي هم ویلي دي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ په خبرو اترو کې ونډه لري خو طالبانو د کرزي خبري په کلکه رد کړي دي.

تر دې مخکې طالبانو د افغان حکومت هغه ادعا چې په سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبري اتري کوي هم رد کړې وه. طالبان وایي چې اوس یوازې له امریکایانو سره خبرې اترې کوي.


ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش