1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهارپه پنجوايي کي يوسړک ډامبريږي

۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د22کيلومترو په امتداد سړک چه د پنجوايي ولسوالي د کندهار د ډنډ د ولسوالۍ سره مښلوي ، د اساسي رغوني کاريې پيل سو . دغه سړک د شپږو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت ډامبريږي

https://p.dw.com/p/MUHI
انځور: DW

د کندهار والي ډاکتر توريالي ويسا د پنجواۍ د ولسوالۍ څخه ته د کتني پرمهال ددغي ولسوالۍ قومي مشرانو،سپين ږيرو او د شورا غړو ته وويل چه د ياد سوي سړک جوړول پردې سربيره چه تاسوته اقتصادي ګټي رسوي ،د پنجوايي او ډنډ دولسواليانو بيکاره ځوانانو ته د کارو زمينه هم پکښي برابريږي او ددغو ولسواليانو د ترکاري بابو او ميوو محصولات پروخت اوزمان مارکيټ ته رسيږي، چه کيدای سي د سړک په جوړيدو سره زراعت او باغداري نوره هم پراختيا وکړي.

همدارنګه د کندهاروالي د پنجوايي دولسوالۍ د شورا غړو ، قومي مشرانو او سپين ږيرو ته په خپلو څرګندونو کي د ښوونځيو پرانيستل او خپلو اولادو ته د زده کړي د زمينې د برابرولو خبري وکړې . دده په وينا د ښووني او روزني په برکت کولای سو د موجوده بدبختيو څخه ځانونه وژغورو، او څنګه چه په پنجوايي او ډنډ کښي نسبت تيرو کلو ته اوس امنيتي وضع ښه سويده ، نوکه د خپل هيواد ،سيمي او اولادو ښه راتلونکې غواړۍ ، تعليم اوتربيې ته مخ واړوۍ ترڅو د بدبختيو څخه خلاصون پيدا کړی ........

د يادوني وړده چه د تيريوه کال راهيسي د کندهار- ډنډ په ولسواليانو کي د ايساف نړيوالو ځواکونو اود ولايتي بيارغوني ټيمونو په لس هاوو د بيارغوني پروژې پيل کړي دي . د ډنډ د ولسوالۍ د چارواکو په وينا، ډنډ د بيا رغوني په برخه کي يوه نمونوي ولسوالي رغوي، ترڅو د نورو ولسواليانو خلګ دې ته تشويق سي چه د خپل کور کلي په ودانولو کي برخه واخلي .

حکمت الله اسلمي

کتونکی : محمد قاسم نوري