1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلينټن د برېښناليکونو په سر نوی جنجال

۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

لومړی پر هيلري کلينټن باندې تور لګول شوی وو چې د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه يې له شخصي برېښناليک پتې څخه کار اخيستی وو. اوس د دموکرات ګوند سياستواله غواړي چې دغه برېښناليکونه خپاره کړي، خو وزارت يې مخه نيسي.

https://p.dw.com/p/1Hm9x
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ کاله پورې هيلري کلينټن د ولسمشر بارک اوباما په کابينه کې د بهرنيو چارو وزيره وه. دغه په دموکرات ګوند پورې مربوطه سياستواله اوس غواړي چې د اوباما ځای ناسته وټاکل شي، خو د برېښناليکونو جنجال د سپينې ماڼۍ په لور يو ځل بيا خنډ ګرځېدلی دی. کلينټن په مارچ مياشت کې په دې اعتراف کړی و چې د وزيرې په صفت يې خپلې اړيکې د يو شخصي ايميل اکاونټ له لارې ټينګولې.

مخالف جمهوري غوښتونکي ګوند ورباندې تور لګولی وو چې دې له شخصي برېښناليک څخه ګټه اخيستله، تر څو د هغې د پيغامونو لېږد رالېږد پټ وساتي. کلينټن دغه خبره په کلکه ردوي او وايي چې دا کار يې د ټمبلۍ په وجه کړی دی تر څو هغه وکولای شي يوازې له يو ځيرک تليفون څخه ګټه واخلي. کلينټن اوس د ولسمشرۍ له پاره کانديده ده او هڅه کوي چې دغه برېښناليکونه خپاره کړي تر څو هر څوک ورته لاسرسی پيدا کړي. نوموړې د خپلې دورې تقريبا ۳۰۰۰۰ سندونه د بهرنيو چارو وزارت ته سپارلي دي او هيله لري چې ټول برېښناليکونه به خپاره شي.

۲۲ برېښناليکونه پټ ساتل کيږي

د امريکا متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې ترڅ کې ۲۲ برېښناليکونه «ټاپ سيګرټ» يعنې « تر ټولو محرم» بللي دي چې پټ به وساتل شي. د دغه وزارت وياند، جان کيربي، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې وويل چې دغه برېښناليکونه هغه وخت محرم نه وو کله چې هغه واستول شول، خو نن ورځ د استخباراتو له خوا محرم ګڼل کيږي. د کلينټن د انتخاباتي منډو ترړو ټيم سمدلاسه غبرګون ښکاره کړ او څرګنده يې کړه: «په ټينګار سره موږ د بهرنيو چارو د وزارت دغه بنديز ردوو.»

په دغو ۲۲ سندونو کې د برېښناليک د لارې ټول ټال اووه تماسونه راځي چې ۳۷ صفحې کيږي. د هغو ۵۵۰۰۰ صفحو په پرتله چې د بهرنيو چارو وزارت څېړلي دي، دا ډېر ټيټ شمېر دی، خو دغه جنجال د يوې نظرپوښتنې له مخې د کلينټن د باورتيا کچه راټيټه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په آيوا آيالت کې د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ له پاره لومړني مقدماتي انتخابات تر سره کيږي. کلينټن به په راتلونکي کې هم په دې ټينګار کوي چې ټول برېښناليکونه د دې غوښتنې سره سم خپاره شي.