1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرکيټ نړيواله ټولنه: د افغان کرکيټ لوبډلي سره مالي مرسته کوو

۱۳۸۷ آبان ۵, یکشنبه

د کرکيټ نړيوالي شورا پريکړه کړې چي د افغان لوب ډلي سره مالي مرسته وکړه تر څو نوره هم وځليږي

https://p.dw.com/p/Fh8o
چپ لاس ته د کرکيټ نړيوال کونسل ډيويډ مورګن په دوبی کي په يوه خبري غونډه کي
چپ لاس ته د کرکيټ نړيوال کونسل ډيويډ مورګن په دوبی کي په يوه خبري غونډه کيانځور: AP

يو چارواکي وويل، د افغانستان کرکيټ د پرمختګ په حال کي دی، هغه يو پرمختګ چي د نړيوالو لوبو لپاره د تياریو په لړ کي د هغه ملي لوب ډلي د سياليو په دګر کي یو په بل پسي د برياليتوب بيرغ اوچتوي، دا دی چي د کرکيټ نړيوالي شورا پريکړه وکړه چي له ژوند بښونکو مالي مرستو سره له دغي لوب ډلي څخه ملاتړ وکړي.


د افغانستان د کرکيټ د فيدراسيون آمر،الله داد نوري، د رويترخبري آژانس ته وويل، نوموړي شورا خپله دغه پريکړه د اونۍ په پيل کي د خپل هغه پروګرام د يوې برخي په توګه وکړه، چي موخه يې د هغو هيوادونو تشويقول او ستايل دي چي د سپورټ د نړۍ ډګر ته نوي راوتلي دي.

الله داد نوري وويل:« دهغو ژمنو له مخه چي شوي دي، د افغانستان د کرکيت فيدراسيون به د کرکيټ له نړيوالي شورا څخه د راتلونکو پنځو کلونو په مخ دپنځو تر شپږ سوو زرو ډالرو پوري مرسته لاس ته راوړي».

د کرکيټ د نړيوال جام لپاره د وړتيا په دوو مهموسياليو کي چي سږکال وسوې افغانستان بريالی شو. د هغه جام لپاره دوهمه سيالي په تانزانيا کي وه، په دغه لوبه کي افغان کرکيټ له برياليتوب سره په ارجنټاين کي د راتلونکي جنورۍ لپاره، کله چي د کرکيټ د نړيوال جام د وړتيا لپاره درې سيالي کيږي، لاره اواره کړه.

هلته له شپږوسيالي کونکو هيوادونو څخه دوه اړخونه به د نړيوال کرکيټ د جام په 12 لوب ډلوکي د شموليت د وړتیا لپاره د آزمويني دګر ته وزي.

د کرکيټ د نړیوال جام لپاره په 2011 کال کي سيالي کيږي.

ويل کيږي چي د کرکيټ د نړيوالي شورا دغه مرسته د افغانستان د کرکيټ له فيدراسيون سره په ډير ښه وخت کي کيږي، ځکه هغه سخت له مالي ستونزو سره مخامخ و. هغه ستونزي چي د لسيزو جګړو څخه وروسته هغه ته په ميراث پاته دي.

کرکيټ په افغانستان کي اوږد پس منظر نه لري، ځکه د کرکيټ لوبه د انګريزي ښکیلاک له دورې څخه يوه لوبه ده، چي د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو، پاکستان او هندکي يې عموميت درلود، ښايي وجه يې دا وي چي افغانستان باندي د بريتانوي ښکیلاک منګولي کلکي ښخي سوي نه دي.خوکله چي په 1980 لسيزه کي شورويانو افغانستان اشغال کړ، په مليونونو افغانان پاکستان ته کډه شول، هلته د افغان کډوالو ډيری ماشومانو د کرکيټ له لوبي سره پيژندګلوي پيدا کړه او دا سپورټ يې له خپل ځان سره خپل هيواد ته راوړ.

نوري وويل:« د افغانستان د کرکيټ فيدراسيون هيله من دی چي دغه اضافي مالي مرسته د دغي لوبي د نوو تاسيساتو د ودي لپاره په کار واچوي».

په اوسني وخت کي په افغانستان کی ډيري لوبي په وچواو سپيرو ډاګونو باندي تر سره کيږي. د کرکيټ مسوول چارواکي هڅي کوي چي د خپلو لوب غاړو لپاره هغه ډګرونه جوړکړي چي په چمنونو اوار شوي وي او هغوي وکړاي شي له نړيوالوکچو سره سم په کي تمرينونه او لوبي وکړي.

د افغانستان د کرکيټ د لوب ډلي نوم سږ کال هغه وخت نورهم اوچت سو، چي سږکال په پيکنګ کي د اولمپيک په لوبو کي خپل لومړی مډال لاس ته راوړی. د تکواندو په لوبه کي افغانستان د برونز مډال وګاټه.

د کرکيټ د 2011 کال د نړيوالو لوبو د کوربه توب لپاره د هند، پاکستان، سريلانکا او بنګلديش د کرکيټ ډګرونه ټاکل شوي دي.